د تونس ولسمشر: هېواد یې له له ایران سره د اړیکو پراختیا او تنوع ته لیواله دی
د تونس ولسمشر؛ په دغه هېواد کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر څخه قدرداني وکړه چې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او ورورولۍ لپاره یې هڅې کړي، خو ټینګار یې وکړ چې ټونس هیله لري، ترڅو له ایران سره خپلو اړیکو کې تنوع او پراختیا رامنځته کړي.
د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ د تونس ولسمشر قیس سعید؛ تېره ورځ په یاد هېواد کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر محمد رضا رؤف شیباني سره په کتنه کې د هغه د ماموریت د پای ته رسیدو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه لیده کاته او خبرې اترې وکړې.
د تونس ولسمشر له ایران سره د اړیکو د پراختیا او تنوع لپاره د دغه هېواد په لېوالتیا ټینګار وکړ
په تونس کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر هم د خپلې دندې پر مهال د یاد هېواد د ولسمشر او د تونس د چارواکو له مرستو او همغږۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، تهران چمتو دی چې د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو لپاره له تونس سره خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.
په تیونس کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر هم د دغه عربي او او فریقايي هېواد کې د خپل ماموریت د پای ته رسیدو په موخه د تونس د ولسي جرګې له مشر «ابراهیم بودرباله» سره وکتل او د دواړو هېوادونو د همکاریو په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.
په تیونس کې د ایران سفیر دغه راز د دواړو هېوادونو ترمینځ د پارلماني اړیکو د پراختیا لپاره د ګډو ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ او د ایران د اسلامي شورا د مشر محمد باقر قالیباف بلنه یې د تونس د ولسي جرګې له مشر سره یو خل بیا تازه کړه، ترڅو ایران ته سفر وکړي.
د ایران سفیر او د پارلمان مشر همدا راز د فلسطین په نیواکګرو سیمو کې د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ نیواکګر رژیم وحشیانه او پرله پسې تیریو او د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو د ښکاره خلاف ورزۍ په نتیجه کې د نړیوالې ټولنې پر مشکوکې چوپتیا او د حالاتو په خرابیدو هم د نظر تبادله وکړه.