په پولو کښې د توغندوي او ډرون یونټونو په لګولو سره ګواښونو ته سمدستي ځواب ورکوو
Dec 18, 2023 11:42 Asia/Kabul
په پولو کښې د توغندوي او ډرون یونټونو په لګولو سره ګواښونو ته سمدستي ځواب ورکوو
د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکني پوځ قومندان د هیواد په شمال ختیځو سرحدونو کښې د دغه ځواک د میزایل، ډرون او توپخانه ایزو یونټونو د دیره کولو علت، ګواښونو ته چټک او پروخت ځواب وباله.
جنرال «کیومرث حیدري» له ایرنا سره په مرکه کښې د هیواد په شمال ختیځو سرحدونو کښې د پوځ د توغندوي، توپخانه اي او ډرون یونټونو په لګولو سره زیاته کړه: دا یونټونه به په هغو سیمو کښې ولګول شي چرته چې د ځواکونو کمی دی.
هغه وویل چې د اسلامي ایران د پوځ ځمکنی ځواک د هیواد د مقدسې ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د ساتنې مسئولیت په غاړه لري.