د ایران خارجه وزیر د ایروان له سفره راستون شو
(last modified Thu, 28 Dec 2023 01:11:11 GMT )
Dec 28, 2023 05:41 Asia/Kabul

حسین امیر عبداللهیان بیګا د ارمنستان د سفر له بشپړولو وروسته تهران ته راستون شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون ارمنستان ته د خپل سفر په دوران کښې د دغه هیواد له خارجه وزیر، وزیراعظم او د ملي امنیت د عالي شورا له مشر سره ملاقاتونه وکړل.

هغه په ایروان ښار کښې د ارمنستان له خارجه وزیر «آرارات میرزویان» سره په ګډه خبري غونډه کښې، په دې خبرې سره چې تهران او ایروان ددوه اړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا هوډ لري، وویل: د ایران د آذربایجانِ شرقي ولایت په مرکز تبریز ښار کښې د ارمنستان کنسولګري جوړیږي.

د ایران خارجه وزیر دې ټکي ته په اشارې سره چې ایران تل د ارمنستان د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي وویل: تهران همیشه له ارمستان سره مهمه او تاریخي اړیکه درلودلې او د هغې د پیاوړتیا په لټّ کښې دی.

امیر عبداللهیان د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره، امریکې ته خبرداری ورکړ چې که په غزه کښې له نسل وژنې څخه په عزت سره د وتلو په تکل کښې وي نو سمدستي دې له صهیونیسټي رژیم څخه خپل پراخ پوځي ملاتړ بند کړي.

هغه صهیونیسټانو ته په خطاب کښې هم وویل: د ماتې تجربې ته مو دوام مه ورکوئ او پرېږدئ چې د فلسطین او غزې خلک د خپل برخلیک لپاره په خپله فیصله وکړي.

په دغې خبري غونډې کښې د ارمنستان خارجه وزیر آرارات میرزویان هم ټینګار وکړ چې د ارمنستان او ایران اړیکې په ټولو برخو په تیره بیا د دوه اړخیزو او سیمه ایزو تجارتي مبادلاتو په زیاتیدو کښې لاپراخې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون همداشان د ارمنستان پر خارجه وزیر سربیره د دغه هیواد له وزیراعظم نیکول پاشینیان سره هم جلا ملاقات وکړ او د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو په هکله ورسره وغږیده.

هغه د خپل دغه یو ورځني سفر په پاې کښې د ایروان په کبود مسجد کښې په ارمنستان کښې له استوګنو یوشمیر ایرانیانو سره هم کتنه وکړه.

 

ټیګونه