د صهیونیسټ رژیم او د امریکا هنر د بې ګناه ماشومانو او ښځو وژل دي
(last modified Fri, 29 Dec 2023 23:37:46 GMT )
Dec 30, 2023 04:07 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم او د امریکا هنر د بې ګناه ماشومانو او ښځو وژل دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان سردار «اسماعیل قااني» په دغه پوښتنې سره چې صهیونیسټ رژيم او امریکا د غزې پرضد د جنګ له پیلولو تراوسه څه بریاوې درلودلي دي؟ وویل د واشنګټن او د تل اویو هنر یوازې د بې ګناه ښځو او ماشومانو وژل دي.

هغه بیګا د شهید« حسین پور جعفري» د درنښت په مراسمو کښې امریکا ته په وینا کښې وویل که چیرې په عراق کښې خپلو غیر منطقي کړچارونو ته دوام ورکړئ د عراق مقاومت ډلې به خپل ملاحظات څنګ ته کړي دي او تاسو ته به بل ځواب درکړي.

سردار قااني دغه راز د صهیونیسټ رژیم سرغنو ته په وینا کښې ټینګار وکړ: تاسو شهید رضي موسوي ټرور کوئ ځکه چې ونه توانیدلئ د غزې د جنګ په میدان کښې لاس ته څه راوړئ او ایران د تاسو په پلانونو نه غولیږي.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان سردار اسماعیل قااني په دوام کښې په دې خبرې سره چې نن سبا مقاومت ډلې په ټوله سیمه کښې خپل خپلواکه او مناسب جوړښتونه لري وویل د مقاومت ډلو په پړاویز ډول وده وکړه او نن سبا د سیمې په سویه د مقاومت د جبهې ټول ارکان په خپله د فیصلې او د تشخیص خاوندان دي.

 

ټیګونه