معظم رهبر: د سلیماني د لارې سرتیري به د جنایتکارانو رذالت ونه زغمي
(last modified Thu, 04 Jan 2024 00:06:29 GMT )
Jan 04, 2024 04:36 Asia/Kabul
  • معظم رهبر: د سلیماني د لارې سرتیري به د جنایتکارانو رذالت ونه زغمي

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د شهید سلیماني د مزار د یوه ډله زیارتوالو له شهادت وروسته ټینګار وکړ: جنایتکاران دې پوه شي چې د سلیماني د لارې سرتیري به د هغوي رذالت او جنایت ونه زغمي.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د شهید سلیماني د مزار د یوه ډله زیارتوالو له شهادت وروسته ټینګار وکړ: جنایتکاران دې پوه شي چې د سلیماني د لارې سرتیري به د هغوي رذالت او جنایت ونه زغمي.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په یو پيغام کښې، په دې خبرې سره چې سخت زړو جنایتکارانو ونه کړې شول چې د خپل ستر سردار شهید قاسم سلیماني د قبر له زیارت سره د خلکو مینه او شوق وزغمي، ټینګار وکړ: د بیګناه خلکو په وینو ککړ لاسونه او هم هغه مفسد او شرارت جوړونکي مغزونه چې هغوي یې د دغې ګمراهۍ په لور بوولي دي، له هم دا اوسه به له پریکنده ځپنې او عادلانه سزا سره مخامخ شي او پوه دې شي چې دا غمیزه جوړونه به سخت ځواب ولري.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود همداشان د یوه ډله ایراني وطنوالو د شهادت تسلیت ووایه او د دې ترهګرې پیښې له زخمیانو سره یې غمرازي وکړه.

د ویلو ده چې پرون د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران دقدس ځواک د پخواني قومندان سردار قاسم سلیماني د شهادت د څلورمې کلیزې په دستورو کښې د ایران د سویل په کرمان ښار کښې د ګلزارِ شهدا په لور تلونکې لارې باندې د زیارتوالو په مینځ کښې دوه ترهګرې چاودنې وشوې چې له امله یې تر دې دمه ۱۰۳ تنه شهیدان او ۲۱۱ نور زخمي شوي دي.

له دغې پیښې وروسته د ایران حکومت نن پنجشنبه عمومي ویر اعلان کړ.

 

ټیګونه