د تهران راډيو د اینټرنیټ پاڼې قدرمن لوستونکي ریحانه پروګرام دلته اوریدلای شي
(last modified Sat, 06 Jan 2024 08:27:33 GMT )
Jan 06, 2024 12:57 Asia/Kabul
  • د تهران راډيو د اینټرنیټ پاڼې قدرمن لوستونکي ریحانه پروګرام دلته اوریدلای شي

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو اوس به د « ریحانه» په نوم وینا درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

ډیرو عزتمنو دوستانو  نن د ریحانه» له اخري وینا سره د تاسو په خدمت کښې یوو او په ننۍ وینا کښې د ښځې د ښکاره ځانګړتیا او د هغه ګوهر او ملغرې  په اړه چې خدای پاک ج د هغې په وجود کښې کیښودلی دی له تاسو سره خبرې کوو.

دغه ګوهر او ملغرې  ته ارامښت ویل کیږي.

()

قدرمنو دوستانو په تیرې وینا کښې مو وویل هغه څه چې د ښځو د ټولنیز فعالیت په زمینه کښې اهمیت لري، په ټولنه کښې د میرمنو د شتون څرنګوالی دی او اسلام د اغیز شیندونکو او د ګټورو لارو چارو په بیانولو سره د ښځو د فعال او د اغیزشیندونکي شتون زمینه برابره کړي ده.

ښځې د بیان شویو معیارونو او ځانګړتیاو په نظر کښې نیولو سره چې په سر کښې یې حجاب او عفاف وي په ټولنه کښې فعالیت کولای شي.

هغه ښځه چې حجاب یعني ستر  کوي په یوازې ځان د لویدیځ له دین سره د  مبارزې له تمدن سره د مبارزې په حال کښې ده.

د لویدیځو هیوادونو ټول جوړښتونه د سترمنو میرمنو د کمزوري کولو لپاره طراحي شوي دي او د یوې میرمنې لخوا د حجاب انتخابول د یوې ډيرې قوي میرمنې خبر ورکوي چې له ژور دیني تربیت څخه برخورده ده.

لویدیځ هیوادونه سترمنه میرمنه خپل تر ټولو قدرتمن دښمن ګڼي ځکه چې په هغې کښې نفوذ نشي کولای او په هغې باندې خپل پلانونه نشي عملي کولای.

()

د قران کریم یو لاره پرانیستونکی ایت د نور سورې درې دیرشم(۳۳) ایت دی او هغه هغو کسانو ته خطاب دی چې تراوسه هغو ته د وادونو د  کولو موقعیت نه دی برابر شوی.

د قران کریم په دغه ایت کښې راغلي دي

و لیستعفف الذین لا یحدون نکاحا حتی یغنیهم  الله من فضله :-

او هغه کسان چې د نکاح (وسيله) نه مومي ځان دې پاک لمني وساتي تر دې چې خدای يې په خپل فضل سره  بې نیازه کړي.......».

خدای پاک د قران کریم د «نور» سورې په دغه ایت کښې هغو ښځو او سړیو ته چې د واده شرایط ورته نه دي برابر شوي د پاک لمنۍ د ساتلو سپارښتنه کوي،ځکه چې د پاک لمنۍ ساتل او د اسلامي ضوابطو رعایتول که هغه په کړچار، وینا او که په لباس او  حجاب کښې وي هم د ښځو او هم د سړیو د رواني ارامښت سبب کیږي او هغوې په ټولنیز ډګر کښې فعالیت کولای شي پرته له دې چې له یوبل څخه د بې ځایه خوند اخیستلو انتظار او هیله ولري.

په دې سربیره هغو سړیو او ښځو ته  چې تراوسه یې وادونه نه دي کړي د پاک لمنۍ رعایتولو لپاره  د قران کریم دغه سپارښتنه سبب کیږي چې هغوې د ژوند د جوړولو لپاره ډیره ګروهنه ولري او خپل ځانونه له دغه حلال خوند څخه چې خدای پاک ج د وادونو په سیوري کښې رامینځته کړی دی محرومه نکړي.

د پام وړ او  په زړه پورې خبره دا ده چې اسلام د ښځې د شان او د شخصیت د ساتلو لپاره میرمنې  ته د نږدې کیدا  او ورسره سره د مینې کولو لپاره یو چوکاټ رامینځته کړی دی چې د هغې  حق ضایع نشي.

ښځه نرمه روحیه لري او د سړي په هکله له ځان څخه ډیر احساسات نندرې ته وړاندې کوي  له همدې کبله ممکنه ده چې ډیر د سړیو له تیریو سره مخامخ شي.

اسلام په هغو قوانینو او مقرراتو سره چې د ښځې لپاره د مرکې کولو( خواستګاري) او د ښځو د کویژدن کولو لپاره غوره کړي دي اجازه نه ورکوي هر کس په هر ډول چې ګروهنه لري له ښځو سره چلند وکړي.

دغه حقیقت د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي په وینا کښې په صراحت سره بیان شوی دی چې اسلام یې د ښځو د حقوقو مدافع بللی او فرمايي : د ښځو د حقوقو په دفاع کولو کښې د اسلام هدف دا دی چې ښځې تر ظلم لاندې ونه وسي او سړي خپل ځانونه په ښځو باندې واکمن ونه ګڼي.

په کورنۍ کښې حدونه او حقونه شته ، سړي  حقوق لري او ښځې هم حقوق لري او دغه حقوق په شدت سره عادلانه او متوازن ډول ترتیب شوي دي».

په حقیقت کښې هغه قوانین ، مقررات  ، حقوق او دندې چې د واده د لورو لپاره غوره کیږي د ښځو او د سړیو د حقوقو د نه ضایع کیدا په هدف سره دي.

هم ښځې او هم سړي باید له خپلو دندو څخه خبر ووسي او له هر یوه څخه به د خپلو دندو د خلاف ورزۍ او په خپلو ژمنو باندې د عمل د نه کولو په وجه پوښتنه وشي.

()

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي په کور کښې د ښځې وجود د کورنۍ د ارامښت سرچینه ګڼي او د قران کریم د« روم» سورې یویشتم ایت ته په اشارې سره فرمايي : تاسو وګورئ چې د قران کریم دغه شریف ایت په خورا توګه د کورنۍ دننه د ښځو او د سړیو په هکله څه فرمايي: و من ایاته ان خلق لکم ازواجا لتسکنوا الیها و جعل بینکم موده و رحمه ان فی ذلک لا یات لقوم یتفکرون :-

 او د هغه له نښو دا دي چې ستاسو لپاره يې ستاسو (له جنسه) ميرمنې پيدا کړې چې ورسره ارام ومومئ او ستاسو تر مينځ يې مينه او مهرباني پيدا کړه، بيشکه چې په دې کښې نښې دي د هغه چا لپاره چې فکر کوي.

د قران کریم د دغه ایت پراساس د الهي قدرت په نښو نښانو کښې یوه نښه دا ده چې د تاسو انسانانو لپاره یې د تاسو په ډول او د تاسو له جنس څخه میړونه او ښځې راوپنځولې؛ د تاسو سړیو لپاره ښځې او د تاسو ښځو لپاره سړي.

له تاسو څخه دي؛ من انفسکم،  کوم جلا جنس نه دی، په دوو جلا جلا رتبو کښې نه دي، ټول یو حقیقت دی ، یو جوهر او یو ذات دی.البته ښځې او سړي په ځینو خصوصیاتو کښې له یوبل سره تفاوتونه لري؛ ځکه چې دندې یې دوه(۲) ډوله دي.

وروسته فرمايي؛ «لتسکنوا الیها» یعني د بشر په طبیعت کښې زوجیت او دوه جنس والی د ستر هدف لپاره دی.

هغه هدف سکون او ارامښت دی چې تاسو د کورنۍ دننه د خپل مخالف جنس په څنګ کښې ښځې د سړیو په څنګ کښې او سړي د ښځو په څنګ کښې ارامښت پیدا کړي.

د سړیو لپاره هم د کور داخل ته ورتلل، د کور د امنه چاپیریال ، او په خپل څنګ کښې د امینه او د مهربانې او د ښې میرمنې موندل د ارامښت وسیله ده؛ د ښځې لپاره هم د سړي او یوې تکیې لرل چې له هغې سره مینه وکړي او د هغې لپاره د یوه پیاوړي شي په شان ووسي ځکه چې سړي له جسمي پلوه له ښځو څخه قوي دي او دا یوه خوشبختۍ ده؛ د ارامښت او د نیکمرغۍ سرچینه ده.

کورنۍ دغه کار د ښځو او د سړیو لپاره تامینوي.

سړی د ارامښت د  پیدا کولو لپاره د کورنۍ په چاپیریال کښې ښځې ته ضرورت لري؛ ښځه هم د ارامښت د موندلو لپاره د کورنۍ په چاپیریال کښې سړي ته ضرورت لري.

()

تر ټولو مهم شی چې بشر ورته ضرورت لري ارامښت دی.

د انسان نیمکرغۍ په دې کښې ده چې له روحي اضطراب څخه په امان کښې ووسي او روحي ارامښت ولري.

خدای پاک ج انسانان راپنځولي دي او هم یې ښځو او هم یې سړیو ته دغه ارامښت ته د رسیدا  لاره ورښودلي ده.

څرنګه چې ښځه او سړی د یوه بل بشپړونکي دي ارامښت ته د رسیدا لپاره د یوه بل وجود ته اړتیا لري.

له دې کبله خدای پاک ج د قران کریم د روم سورې په یویشتم ایت کښې فرمايي : و جعل بینکم موده و رحمه»

او د تاسو په مینځ کښې یې دوستۍ او مهربانۍ رامینځته کړه».

بې شکه د ښځې او د سړي سمه اړیکه باید په همدې اساس ووسي.

د مودت معنا د دوستۍ اړیکه او د رحمت معنا هم د مهربانۍ اړیکه ؛ په دې ډول ښځه او سړی باید له یوبل سره مینه وکړي او له یوه بل سره مهربانه ووسي.

()

که چیرې په کورنۍ کښې د ښځې او د سړي ترمینځ مودت او رحمت یعني دوستۍ او مهربانۍي نه وي ، او که چیرې سړی په کور کښې د مالکیت احساس وکړي او ښځې ته د یوې خادمې او د استثمار په سترګه وګوري نو په هغې یې ظلم کړی دی.

که چیرې سړی له ښځې څخه له حده زیاته توقع ولري نو د ځان او د خپلې میرمنې ترمینځ دوستۍ او مهربانۍ له مینځه وړي او بچیان به  هم د میندو او د پلارانو له مهربانۍ څخه د خالي اړیکې په لیدلو سره د خپلو کورنیو په هکله ناهیلي شي.

په دې ډول میندې او پلاران خپلو بچیانو ته غلطه بیلګه په لاس ورکوي او دوې  په راتلونکي کښې د کورنۍ د جوړولو لپاره زیاته ګروهنه  نلري او ټولنه به سوکه سوکه د کورنۍ له جوړولو لیرې شي.

()

د کورنۍ په پاک او سپیڅلي بستر کښې د ښځې او د سړي ارتباط زیات اهمیت لري.

ښځه کولای شي د مشکلاتو په وړاندې د خپل ناهیلي او د ستړي شوي خاوند روحیه بدله کړي،  یا لږ ترلږه د سړي د مصیبتونو او د خپګان په وړاندې صبر وکړي.

له بلې خوا سړی هم د ژوند په بیلابیلو پړاونو کښې د ښځې په ملاتړ کولو سره هغه هیله منه کولای او د هغې لپاره تر ټولو ښه تشویق کونکی کیدلای شي.

ښځه دومره قدرت لري چې نه یوازې د خاوند په نړۍ کښې مهم رول لوبوي بلکې په مینې او عاطفې سره د خپل میړه د ایمان په پیاوړي کولو هم اغیز شیندي او پر دې اساس د خپل خاوند اخروي نیکمرغۍ هم برابرولای شي.

مسلمانان په دې مورد کښې د حضرت امام علي علیه اسلام او د حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها له اړیکو څخه بیلګه اخلي.

یو روایت شته چې وايي د حضرت امام علي علیه السلام او د حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها له واده وروسته کله چې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم له حضرت امام علي علیه السلام څخه پوښتنه کوي چې فاطمه الزهرا س څه ډول  ښځه ده ،  حضرت علي علیه السلام د فاطمه الزهرا په هکله وايي هغه د متعال خدای د اطاعت لپاره تر ټولو ښه ملګري ده».

 

ټیګونه