په اروندرود کې د ایران او عراق ګډ سمندري تمرینونه
Jan 07, 2024 04:07 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو او د عراق ګډ سمندري تمرینات پرون (شنبه) د مقاومت جبهې د قوماندانانو (سلیماني او المهندس) د شهادت د څلورمې کلیزې د نمانځنې په مناسبت په اروندرود کې ترسره شول.
د ایران پرس خبري آژانس د خبر له مخې، په دغه سمندري پرېډ کې چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د درېیمې سمندري حوزې او د عراق د ولسي ځواک (الحشد الشعبی) په همغږۍ سره ترسره شو، ۳۱۳ بېړیو شتون درلود.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د درېیمې سمندري سیمې قوماندان، د خوزستان د ولي فقیه استازي، د خوزستان والي، د دغه ولایت د چارواکو یوې ډلې او د ایران او عراق د قومونو مشرانو ګډون درلود.
ټیګونه