پر ترهګرو باندې حملې کول د ایران قانوني او جایز حق دی
(last modified Tue, 16 Jan 2024 09:51:02 GMT )
Jan 16, 2024 14:21 Asia/Kabul
  • پر ترهګرو باندې حملې کول د ایران قانوني او جایز حق دی

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني »د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې موساد او د ترهګرو ډلو پرضد د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک عملیاتو ته په غبرګون کې وویل:

دغه اقدام د ایران له  امنیت او واکمنۍ څخه د مقتدرانه دفاع ، له ترهګرۍ سره د مقابلې کولو او د ایران په امنیت باندې د تیري کونکو کسانو پرضد د ایران د اسلامي جمهوریت د عادلانه سزا ورکولو یوه برخه وه.

هغه نن د عراق په کردستان سیمه کې د صهیونیسټي رژیم جاسوسۍ ادارې موساد ته د اړونده مرکز او د سوریې په ادلب ولایت کې ترهګرو ته پر اړونده مرکز باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي برید په هکله وویل: د ایران اسلامي جمهوریت تل د سیمې د سولې، ثبات او د امنیت ملاتړی دی او د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ رعایتولو ته پاې بند دی او په عین حال کې جنایتکارانو ته د خبرداري د ورکولو او د خپلو ښاریزو د امنیت د دفاع او د ملي امنیت له ګواښونکو سرچینو سره د دفاعي چلند لپاره به په خپل قانوني او جایز حق کې هېڅ شک ونکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: په داسې حال کې چې  دښمن په خپلو غلطو محاسباتو سره د ایران د ملت او د حکومت پرضد جنایت وکړ او د ایران اسلامي جمهوریت په خپل لوړ استخباراتي توان سره په یو لړ دقیقو او هدفمنو عملیاتو کې د جنایتکارانو مرکزونه وپېژندل او د نښې د  منځ ویشتونکو او دقیقو توغندیو په استفادې سره یې د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه کړي دي او دغه برید د ایران د ښاریزو د امنیت او د ایران د ملي امنیت پرضد اقدام کوونکو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ځواب د ورکولو یوه برخه وه.

ناصر کنعاني وویل: ترهګري یو پراخ نړیوال ګواښ دی او ایران د ګډو نړیوالو او د سیمه ئیزو ملګرتیاو په چوکاټ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې کولو لپاره په خپلې ارادې کې هوډمن دی.

 

ټیګونه