د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اقتصادي پرمختګ لپاره د حکومت او خصوصي برخې مسولیتونه بیان کړل
حضرت امام خامنه ای د بندیزونو او د ځینو پخوانیو حکومتونو کم کارۍ په شان محدودونکیو مسایلو ته په اشارې سره وویل: له دغه ډول خنډونو سره سره د خصوصی برخې هڅې او پرمختګ انسان هیله مند کوی چې دغه برخه د دې توان لری چی د ایران د اووم پنځه کلن پلان مطلوبې ودې یعنی ۸٪ ودې ته ورسوی .
د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت امام خامنه ای د «حکومت ملاتړ په تېره بیا د تجارتی چاپېریال د خنډونو لیرې کول او د خصوصی برخې مسئولیت منل د دوه مهم ضرورتونه او د هیواد د اوڅاره پرمختګ او د حالاتو د ښه کیدا زمینه جوړونکي وبلل .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن له اقتصادی فعالانو او تولیدونکو سره په کتنې کښې د سترو اقتصادی هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د خصوصی برخې ظرفیت او بشپړه اغیزمن توان ته په اشارې سره وفرمایل د حکومت له خوا د مطرح شویو غوښتنو په شمول د څو اړخیزو صنعتي کمپلکسونو جوړول، د منځنیو او کوچنیو شرکتونومالی ملاتړ او د نوی اوبو لګولو موضوع غوښتنه وکړه .
حضرت امام خامنه ای د بندیزونو او د ځینو پخوانیو حکومتونو کم کارۍ په شان محدودونکیو مسایلو ته په اشارې سره وویل: له دغه ډول خنډونو سره سره د خصوصی برخې هڅې او پرمختګ انسان هیله مند کوی چې دغه برخه د دې توان لری چی د ایران د اووم پنځه کلن پلان مطلوبې ودې یعنی ۸٪ ودې ته ورسوی .
د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړه: نوښت دپوه انساني ځواک نښه ده او د عظیمې شتمنۍ په توګه د پوه انساني ځواک شتون د لویو مسلو په حلولو ، د سختو لارو په وهلو او اوج ته ایران په رسولوکې د باور وړ تکیه وي.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د اوبو، تیلو، برښنا او نورو برخو کښې نه برابر والې د سترو کارونو په وړاندې خنډ وبلله او زیاته یې کړه د خصوصي برخې پوه انساني ځواک کولای شي په دغو ډګرونو کښې غوټې له مینځه یوسي چې له فکري او عملي ظرفیت د استفادې لپاره سم پلان ته اړتیا لري.
حضرت آیت ا...العظمی خامنه ای د تیلو، فولادو او ګازو په شمول په مختلفو برخو کښې فعالیتونه لکه د لاسی صنایعو تر څنګ د خصوصي برخې د ګډون یوه پراخه حوزه وبلله او ویې ویل: په دغو برخو کښې د فعالانو ځواکمن لاسونه او نوښتګرې ګوتې به د کارد زیاتوالی او د فقر د کمیدا سبب شی .
دوی ټینګار وکړ: دولتي چارواکي باید د سوداګرۍ د چاپېریال د ښه والي موضوع په جدي توګه تعقیب او پراته خنډونه لیرې کړي.
دوی د بندیزونو او د بدغواړو دښمنیو په شان د بهرنیو ستونزو شتون ته په اشارې سره وویل دا موردونه بې له شکه زیان لري او د هیواد لپاره ستونزې رامینځته کوي، خو همدغه مسایل هم د فرصت په توګه کارول کیدی شي، ځکه چې زمونږ ځوانانو له دې فرصت ګټه پورته کړه. او نن نظامي وسلې یا د فضا په برخه کې پرمختګ او د ثریا په څیر سپوږمکۍ توغول په شان حیرانونکی لاسته راوړنې که بندیزونه نه وای نو نن به دغه لاسته راوړنې هم نه وې .
د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ: که د خصوصي برخې ضروري مديريت او مناسب ملاتړو شي، د خپل لوړ ظرفيت، پراخې طبيعي شتمنۍ، پوهه بشري سرچینو او د حکومت او خلکو ترمېنځ ښه ارتباط ته په پام سره د ایران اوڅاره پرمختګ به په ملموس حقیقت بدل شی .