په ټول ایران کښې د اسلامي انقلاب ټلۍ ووهل شوې
(last modified Wed, 31 Jan 2024 11:06:05 GMT )
Jan 31, 2024 15:36 Asia/Kabul
  • په ټول ایران کښې د اسلامي انقلاب ټلۍ ووهل شوې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د پینځه څلویښتمې کلیزې په مناسبت د سباوون د لسیزې د پیلیدا په درشل کښې نن سهار د ټول ایران په ښوونځیو کښې په یووخت د «اسلامي انقلاب ټلۍ» ووهل شوې.

دغه مراسم روان کال له پنجشنبې ورځې سره د سلواغې د میاشتې د دولسمې نیټې د سمون خوړلو په دلیل چې ښوونځي چټي دي ایران ته د اسلامي انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني رحمت الله علیه  د تاریخي راتلو له کلیزې یوه ورځ مخکې او د سباوون د لسیزې له پیلیدا مخکې پیل شول.

سبا د څوارلس سوه دوهم (۱۴۰۲)هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې دولسمه یعني د دوه زره څلرویشتم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې لومړۍ نیټه  ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د سباوون د لسیزې له پیلیدا سره سمون خوري.

پینځه څلویښت کاله مخکې په همداسې ورځ د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال یعني د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په لومړۍ نیټه د ایران د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه له هیواد څخه یولس کاله لیرې پاتې کیدا او جلاوطنۍ وروسته د ایران د خلکو په پرتمینه هرکلي سره اسلامي ایران ته راستون شو.

ایران ته د امام خمیني رحمت الله علیه د راتلو له لسو ورځو وروسته د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه یعني د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په یولسمه نیټه د ایران پرتمینه اسلامي انقلاب بریالی شو.

په همدې دلیل د سلواغې د میاشتې له دولسمې نیټې یعني ایران ته د امام خمیني رحمت الله علیه د راتلو له ورځې څخه د سلواغې د میاشتې تر دوه ویشتمې نیټې پورې چې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ورځ ده «ده فجر» یعني سباوون لسیزه نومول شوي ده او هر کال په دغو لسو ورځو کښې په ایران کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوپ د کلیزې په مناسبت ځانګړي مراسم او جشنونه ترسره کیږي.

 

ټیګونه