د رهبرۍ سترمقام اسلامی انقلاب د بعثت د بلنې د اجابت نتیجه وباله
د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: نن سبا امریکا، انګلستان او ګڼ شمیر اروپایی هیوادونه او د هغوی پلویان د صهیونیسټی رژیم جنایتکاره او په وینو لړلی لاسونو تر شا دی چې له همدې پوهیدلای شو چې اوسنی نړیوال نظام باطل او بې ثباته اوله مینځه به لاړ شی .
داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا...العظمی خامنه ای د حضرت محمد مصطفی (ص ) د بعثت د نیکمرغه اختر په مناسبت داسلامی هیوادونو له سفیرانو او استازو او د ایران د مسولانو ، چاروالواو د خلکو له بیلا بیلو پرګنو سره په کتنې کې د اسلامي انقلاب تحقق د بعثت د پيغام د اجابت او د خلکو په استازیتوب د امام خميني (رح) د بلنې نتيجه وباله او و یې وویل: د ایران خلکو د خدای په فضل او توفیق سره سمې لارې ته دوام ورکړی دی او تر هغه چې د پیغمبر د دعوت اجابت دوام ولرلې شي ، وده او پرمختګ به هم چی یوازې معنوي او اخروی وده هم نده ، دوام لري او د دنیا او آخرت ژوند بهترینه نمونه ترلاسه کیدلای شی .
حضرت امام خامنه ای په نننۍ نړۍ کښې د ظلم او بې عدالتۍ دودیدا ته په اشارې سره له دغه حالت څخه خلاصون او د نړۍ د خلکو د ژوند ښه کول د پیغمبر(ص) د بلنې د اجابت او له نبوي سیرت او تعلیم پامته داره وباله او زیاته یی کړه: زمونږ مسولیت د ځان اصلاح او د اسلام د نمونی په اساس د ایران د ادارې کول ښودنه ده چې مونږ ه په دې ډګر کښې بریاوې درلودلي دی چې په نړۍ کښې یې اغیز درلود او البته نیمګړتیاوې مو هم لرلي دي .
د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر د دغې کتنې په دوام کښې د ایران ولس او ټولو مسلمانانو ته د بعثت اختر د رارسیدو په مبارکی ویلو سره بعثت د بشریت په تاریخ کښې ترټولومبارکه او ستره پیښه وبلله او ویې ویل: د ستر پیغمبر په بعثت کیدا سره د انسان د دنیا او آخرت د نیکمرغۍ بشپړه او وروستۍ او ابدي نسخه وړاندې شوه.
هغو د پېغمبر اکرم د دعوت او رسالت ځواب د دنيا او آخرت د پرمختګ او خوشحالۍ سبب وباله او د غزې غمجنې پېښې او د صهيونېسټ رژيم دوامدارو جنايتونو ته په اشارې سره وويل: د غزې مصیبت د بشريت مصیبت دی ا و دا ښیي چې اوسنی نړیوال نظم په بشپړه توګه باطل او د پایښت وړ نه دی او له مینځه به لاړ شي.
د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: نن سبا امریکا، انګلستان او ګڼ شمیر اروپایی هیوادونه او د هغوی پلویان د صهیونیسټی رژیم جنایتکاره او په وینو لړلی لاسونو تر شا دی چې له همدې پوهیدلای شو چې اوسنی نړیوال نظام باطل او بې ثباته اوله مینځه به لاړ شی .
هغو په غزه کښې په روغتون بمباری او نږدې دېرش زره کسانو وژل کیدا د لویدیځ کلتور او تمدن رسوایی وبلله او زیاته یې کړه: د دغو جنایتونو تر شا د امریکا پیسې، وسلې او سیاسی مرستې دی او لکه څنګه چې صهیونیسټانو پخپله اعتراف کړی دی له امریکايي وسلو پرته یوه ورځ هم د جنګ د دوام توان نه درلوده ، په دې اساس امریکایان هم د دې ترخې پېښې مسول او مجرمان دي.
د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ د حکومتونو دنده د سیاسی، تبلیغاتی او وسلو د مرستو بندول او صهیونیسټ رژیم ته د مصرفی شیانو نه لیږل دی او څرګنده یې کړه: د ولسونو دنده د دغې سترې دندې د ترسره کولو لپاره په حکومتونو دباو اچول دي .