د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د انتخاباتو د تبلیغاتو پیلیدل:-
د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د شپږم پړاو تبلیغات او کمپاین له نن څخه پیل شو.
د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې یوسل څلورڅلویښت کاندیدان چې صلاحیتونه یې تائید شوي دي پینځلس ورځې وخت لري چې خپل پروګرامونه او لیدتوګي اعلان کړي.
د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د انتخاباتو په دغه پړاو کښې د کاندیدانو د عمر شرط کابو څلویښت کاله او د علمیه حوزې د څلورو سویو د سند لرل اعلان شوی دی.
د نومونو د لیکلو په پړاو کښې پینځه سوه لسو کسانو د رهبرۍ د خبرګانو جرګې ته د لارې د موندلو لپاره خپل نومونه لیکلي وو او ساتندویه شورا هم د یوسل څلورڅلویښت کسان تائید کړل.
د ایران د اسلامي شورا یعني د پارلمان د دولسم پړاو انتخابات او د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د شپږم پړاو انتخابات د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په لومړۍ نیټه په یووخت د ټول هیواد په نوي زره(۹۰۰۰۰) انتخاباتي حوزو کښې ترسره کیږي.
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټۍ د بیانیې پراساس د اسلامي شورا(پارلمان) د دولسم پړاو د انتخاباتو د کابو پینځلس زره د صلاحیت د تائید شویو کاندیدانو تبلیغات د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې له دوه ویشتمې نیټې څخه پیلیږي او تر اوو ورځو پورې به دوام ولري.
په دې ډول د ایران د اسلامي شورا(پارلمان) د هرې څوکۍ لپاره به پنځوس کاندیدان له یوبل سره سیالۍ وکړي.
اسلامي شورا(پارلمان) په ایران کښې له دوو مقننه رکنونو یو رکن دی.
په حقیقت کښې د ایران اسلامي شورا د اساسي قانون له ساتندویه شورا پرته هیڅ قانوني ځایګی نلري او یوازې هغه وخت چې د پارلمان مصوبې د ساتندویه شورا لخوا تائید شي د اجرا لپاره به مجریه قوې او قضايي قوې ته اعلان شي.
د ایران اسلامي شورا(پارلمان) دوه سوه نوي(۲۹۰) غړي لري او د هر ولایت د استازیو شمیر د ولایتونو نفوسو ته په پام سره متفاوت دی.
د ایران د اساسي قانون د دوه شپیتم اصل پراساس د اسلامي شورا استازي د صلاحیت له تائیدیدا وروسته نیغ په نیغه د خلکو لخوا تر څلورو(۴) کلونو پورې انتخابیږي.
د ایران په پارلمان کښې زرتشتیان او کلیمیان یو(۱) یو او اشوري او کلداني عیسایان هم په ټول کښې یو او د جنوب او د شمال ارمني عیسایان هر یو(۱) یو استازی انتخابوي.
د خبرګانو د جرګې یا د رهبرۍ د خبرګانو د شورا چې د ایران له ټولو ولایتونو څخه اته اتیا څوکۍ لري استازي یې له بیلابیلو ولایتونو څخه د خلکو په رایو سره د اتو(۸) کلونو لپاره انتخابیږي.
د خبرګانو مشورتي جرګه چې د شرایطو له لرونکو فقیهانو څخه جوړه ده د ایران د اساسي قانون د یوسل اوم اصل پراساس د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر د ټاکلو، د هغه د لیرې کولو او ورباندې د څارنې مسوولیت پرغاړه لري.
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټۍ د اعلان پراساس د انتخاباتو په دغه پړاو کښې یو نوښت د رایو د پاڼو یو کیدل دي په دې توګه چې رایې ورکونکي به د انتخاباتو یوه پاڼه ترلاسه کړي چې په یوه برخه کښې یې د خبرګانو د جرګې د کاندیدانو او په بله برخه کښې یې د اسلامي شورا د کاندیدانو نومونه لیکي او د رایو دواړه برخې بیا جلا کوي او د رایو جلا جلا صندوقونو ته یې اچوي.
دغه راز د ایران د ساتندویه شورا په موافقت او د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټۍ په اعلان سره د خبرګانو د جرګې او د اسلامي شورا د انتخاباتو په دغه پړاو کښې د رشت ، د خمام ، د قم ، د ملایر او د ابادان سیمو د انتخاباتو په حوزو کښې به خلک په الیکټرونیک بڼه رایې واچوي.
په دغو توضیحاتو سره د ایران خلک د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په لومړۍ نیټه د اسلامي انقلاب د بریالیتوبونو او د خپلو ایډیالونو د تعقیبولو لپاره یوځل بیا د رایو صندوقونو ته ورځي چې د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې او د اسلامي شورا لپاره د ښو کاندیدانو په انتخابولو سره د ایران په پراختیا او پرمختګ کښې اغیز شیندونکی رول ولوبوي.
په حقیقت کښې د انتخاباتو په ټولو تیرو پړاونو کښې د ایران د خلکو سیاسي مشارکت د هغوې د مسوولیت منل نندرې ته وړاندې کوي چې په هرو شرایطو کښې له خپل مدني حق څخه خبر دي.