د ایران د اسلامی شورا راتلونکي   انتخابات او ددښمنانو سټراټژي
(last modified Fri, 16 Feb 2024 10:06:28 GMT )
Feb 16, 2024 14:36 Asia/Kabul
  •  د ایران د اسلامی شورا راتلونکي   انتخابات او ددښمنانو سټراټژي

د ایران د اسلامی جمهوریت د پارلیمان یا اسلامی شورا د انتخاباتو د دولسم پړاؤ او د رهبرۍ دخبرګانو د شورا د انتخاباتو شپږم پړاؤ ترترسره کیدا پورې نوره دوه اونۍ  پاتې دي.د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام دښمنان یو ځل بیا  د انتخاباتو له بطنه ، دایران دګټو په ضد موخې تعقیبوي.

د ۲۰۲۴کال دمارچ لومړۍ نیټه به ، یو ځل بیا په ایران کې نور انتخابات ترسره شي. تراوسه پورې په  ایران کې په تیرو ۴۵کلونو کې ۴۰ انتخابات ترسره شوي دي.په  راتلونکي کب میاشتې  کې  د اسلامی شورا یا پارلیمان  او درهبرۍ د خبرګانو شورا انتخابات  یو څلویښتم او دوه څلویښتم  انتخابات دی چې په ایران  به ترسره شي.

یوه هغه مهمه موضوع چې  دانتخاباتو په پړاؤ کې  او حتی له دې ترمخکې پورې مطرح کیږي، د انتخاباتو په وړاندې د دښمنانو  سټراټژي ده .په مخکینیو انتخاباتو کې د دښمنانو د سټراټژيو څارل ددې ښودنه کوي ، چې په تیرې یوې لسیزې کې  په خصوصي توګه  له هرڅه زیات  د انتخاباتو بایکاټول ئې په ایجنډا کې  راوستي دي . دغه سټراټژي  د کب  راتلونکي میاشتې  کې د کیدونکو انتخاباتو لباره هم ددښمنانو په پام کې ده . ددغې سټراژۍ  د تحقق لپاره  هم له ډيرو زیاتو تاکتیکونو استفاده کیږي.

د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په تعبیر لومړنی تاکتیکت ئې ؛ په ایران کې د انتخاباتو سست کول  دي. په بله معنا ،  دښمنان  په دې موضوع  مانوره کوي ، چې   انتخابات اساسا  د ایران په اسلامی جمهوریت کې هیڅ  ارزښت نه لري او یوازې د نظام په وسیله د  استفادې وړ   یوازې یو آوزار دی  او د خلکو ګټې غوښتې او تمې نه تامینوي. له دغه تاکتیکه  په داسې حال کې د دښمنانو په وسیله  استفاده کیږي،  چې  ستر بریښول کیږي، چې  اساسا  په انتخاباتو کې د ولس پراخ ګډون ،تل  د ایران د اسلامی جمهوریت او  ولس په ضد ددښمنانو د عصبانیّت او غوسه  کیدا او د دوي د لالهاندۍ یو اصلي  علت دی .

دوهم تاکتیک؛ په ایران کې د اسلامی شورا د ناکارندوالي په با دروغجن تبلیغات او پروپيګنډې دي . حضرت امام خمیني په دې اند ؤ چې  پارلیمان  د چارو په سر کې دی . د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي   هم په کرتو ټینګار کړی دی، چې اسلامی شورا  په ایران کې د پرمختګ او ترقۍ ستره لاره ده . دغه تعبیرونه  او خ برې  د ایران په اسلامی جمهوری نظام کې  د اسلامی شورا د ځائیګي او اهمیّت ښودنه کوي. په عین حال کې ، دښمنان د  ایران د قدرت په جوړښت کې د پارلیمان د رول د بې اغیزې کیدا او ناکارندوالي ډنډورې غږوي، ددغه فکری خطرې اصلی علت ددې په ترڅ کې چې  په  انتخاباتو کې د  نه ګډون ته د خلکو لمسوَل  او د پارلیمان له کارندوالي د خلکو نهیلي کول  دي، په کم   ولسی ملاتړ او پشتوانۍ سره د یوه پارلیمان  جوړول  هم دي.  د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې باب فرمائی ؛ د اسلامی شورا په انتخاباتو کې د خلکو کم ګډون به د یوه کمزوري پارلیمان  رامینځةکیدا وي . په حقیقت کې د یوه کمزوري پارلیمان جوړیدا،  د ایران د اسلامی جمهوریت  ددښمنانو یوه مهمه موخه ده.

دریم تاکتیک  هم د ایران د اسلامی جمهوریت په انتخاباتو کې د سیالیو تر پوښتنې لاندې  راوستل دي. د راتلونکی کب  دمیاشتې په انتخاباتو کې  به کابو پنځلس زره  کاندیدان  سره سیالي وکړي. د  ساتندوئې شورا(نګهبان شورا) ویندوي  او حقوق پوه غړي  هادی طحان  نظیف وئیلي دي ،  چې د ساتندوئې شورا  د غړو په وسیله د ارزونو په اساس ،  ددغه انتخاباتو د  کاندیدانو شمیر   کابو پنځلس زره  کاندیدانو ته زیات شوی دی.  هغه دغه راز ووئیل،  د اسلامی شورا د  انخاباتو  څه دپاسه ۷۳ فیصدي کاندیدانو  صلاحیّتونه  تائيد شوي دي چې په ایران کې د  انتخاباتو په ترسره کیدا کې د صلاحیّتونو په تائيدیدا کې یوه بې مخنیې چاره حسابیږي. په عین حال کې  دښمنان  دهغو رسندویو  له لارې چې په اختیار کې ئې  لري، ادعا کوي، د ایران په انتخاباتو کې حقیقي سیالي نه کیږي.  ددغې ادعا اصلی هدف  هم دانتخاباتو د  اهمیّت کم رنګه کول  او  دخلکو پکې  نه ګډون ته لمسَول دي .

 

ټیګونه