ایران: د اوکراین جګړې لپاره ایران په روسیې بالستیک توغندي ندي پلورلي
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی وايي، په روسیې د ایران لخوا د بالستیک توغندیو د پلور ادعا حقیقت نلري.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د ځینو لوېدیځو رسنیو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د اوکراین په جګړه کې یې د استفادې لپاره پر روسیې بالستیک توغندي پلورلي.
نوموړي زیاته کړه، تهران ځان مکلف ګڼي چې د روسیې او اوکراین تر منځ جګړې ته د لمن وهلو څخه ډډه وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې؛ په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي د جمعې په ورځ ویلي؛ "له دې حقیقت سره سره چې د بالستیک توغندیو په پلور کې کوم قانوني محدودیتونه شتون نلري، ایران په اخلاقي لحاظ مکلف دی چې د روسیې او اوکراین د شخړې په جریان کې د وسلو له معاملې څخه ډډه وکړي ترڅو جګړې ته د لمن وهلو مخه ونیسي او دا چاره د ایران د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ ولاړ اقدام دی.»
برتانوي خبري اژانس رویټرز روانه اونۍ په خپل یوه راپور کې ادعا کړې وه چې ایران روسیې ته د ځمکې نه ځمکې ته ویشتونکي یو زیات شمیر ځواکمن بالستیک توغندي ورکړي دي.
په تیرو میاشتو کې اروپا او امریکې تل ادعا کړې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت روسیې ته پوځی وسلې او بې پیلوټه الوتکې استولې دی او دغه ادعا د لویدیځو رسنیو له خوا په شدت سره خپره شوې ده.