ایران له پاکستان سره د اړیکو پراخولو ته چمتو دی
زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «رضا امیري مقدم» د دغه هیواد د نوي لومړي وزیر په توګه د محمد شهباز شریف د انتخابیدا په مناسبت مبارکۍ ویلو سره وویل د تهران او د اسلام اباد د دوه اړخیزه ملګرتیاو او د اړیکو د هراړخیزه پراختیا په لاره کښې هیڅ خنډ نشته.
د پاکستان ملي پارلمان یعني «نیشنل اسمبلۍ» پرون د رایو په اکثریت سره د لومړي وزارت د څوکۍ لپاره د دغه هیواد د ګوندونو د ائتلاف د جبهې استازی محمد شهباز شریف انتخاب کړ.
د پاکستان رسنیو وویل چې د شهباز شریف د لوړې دستورې به نن په اسلام اباد کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ یعني «ایوان صدر» کښې ترسره شي.
د پاکستان نوی لومړی وزیر شهباز شریف د مسلم لیګ له نوازشریف څانګې څخه د نویو وزیرانو په انتخابولو سربیره ټاکل شوي ده چې له پیپلز ګوند، متحده قومي موومنټ او حزب عوامي بلوچستان ګوندونو څخه هم څو وزیران معرفي کړي.