Mar 10, 2024 05:28 Asia/Kabul
  • د ایران د خوراکي او کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د ایران د څارویو، کب نیولو، کرنیزو او خوراکي محصولاتو صادرات په تېرو یوولسو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، ۲۳ سلنه زیات شوي دي.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ خونې د نړیوالو چارو او د سوداګرۍ د پراختیا د کمیسیون ویندوی «سید روح الله لطیفي» پرون وویل: د ۱۴۰۲ لمریز کال له پیله د روان کال د سلواغې میاشتې تر پایه د ۵ میلیارده او ۵۹۳ میلیونه او ۳۹۹ زره او ۷۲۷ ډالرو په ارزښت د کبانو، مالدارۍ، لبنیاتو، کرنې، شنې خونې، پروسس شوي او کنسروې محصولات د نړۍ له ۱۳۰ څخه زیاتو هېوادونو ته صادر شوي، چې د همدې مودې په پرتله کې د ایران لپاره یې ۲۳ سلنه عاید ترلاسه کړی دی.

لطیفي وویل: عراق د ۱ میلیارد او ۷۸۴ میلیونه او ۹۳۰ زره ډالرو په پېرلو سره په لومړي ځای کې، امارات د ۶۷۵ میلیونو او ۷۸۳ زره ډالرو په پېرلو سره په دویم ځای کې او روسیه د ۴۶۴ میلیونو ډالرو په پېرلو سره درېیم ځای لري، چې دغه درې هیوادونه په دې موده کې د ایران د کرنیزو او خوراکي محصولاتو له ۵۰ سلنې څخه زیات د صادراتو مرکز وو.

ټیګونه