Mar 15, 2024 06:00 Asia/Kabul
  • د ښځو د مقام په کمیسیون کښې د ایران غړیتوب باید بحال شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ښځو او د کورنۍ په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مرستیالې «انسیه خز علي»د ملګروملتونو د ښځو د مقام په کمیسیون کښې د ایران د غړیتوب د لغو کولو په ناعادلانه فیصلې باندې د غور کولو غوښتنه وکړه.

هغې پرون په نیویارک کښې د ملګروملتونو د ښځو د مقام د کمیسیون له مشر «انتونیو مانوئل رویلا لاګدامنو» سره په کتنه کښې وویل ایران نه یوازې د ایران د ښځو او د انجلیو لپاره بلکې د افغانستان د مهاجرینو لپاره هم ځانګړي اقدامات ترسره کړي دي او له دې کبله ایران باید د ښځو د مقام غړیتوب ته ورستون شي.

میرمن انسیه خزعلي وویل که چیرې د غړیتوب د لغو کولو خبره شي نو صهیونیسټ رژیم چې په خپلې دوسیې کښې د زرګونو فلسطیني ښځو او د ماشومانو د وژلې مخینه لري باید له دغه کمیسیون څخه وویستل شي.

د ملګروملتونو د ښځو د کمیسیون مشر« انتونیو مانوئل رویلا لاګدامنو» هم د مهاجرینو او دغه راز د فلسطین له خلکو د ایران د خدماتو قدرونه وکړه او ویې ویل د ملګروملتونو ټولنیزه اقتصادي شورا به د ملګروملتونو د ښځې د مقام کمیسیون ته د ایران د بیرته ستنیدا لپاره فیصله وکړي.

 

ټیګونه