ایراني میرمنې د پاریس د اولمپک او پیرا اولمپک د تکوانډو سیالیو ریفریانې
پارس ټوډی – د ۲۰۲۴ کال د پاریس په پیرا اولمپیک سیالیو کې د قضاوت لپاره د ایراني تکواندو ریفری "مرجان تیموري" له غوره کیدو وروسته، د تکواندو نړیوال فدراسیون د پاریس ۲۰۲۴ کال په اولمپیک سیالیو کې د قضاوت لپاره د یوې بلې ایرانۍ ښځینه ریفري "معصومه باقري" شتون اعلان کړ.
«معصومه باقري» به هم د «مرجان تیموري» په شان د سیالیو په دې سطح په اول ځل قضاوت وکړي.
د پاریس د ۲۰۲۴ کال د اولمپک د تکوانډو سیالۍ به د روان لمریز کال د زمري میاشتې له ۱۷ نه تر ۲۰ نیټې پورې د فرانسې په کوربه توب ترسره شي.
له دې وړاندې د تکواندو نړیوال فدراسیون د پاریس د ۲۰۲۴ کال پيرا اولمپیک سیالیو ته د قضاوت لپاره ۳۰ ریفريان ټاکلي وو او دې مهمې سیالۍ ته په وربلل شویو ریفریانو کښې د ایران د تکوانډو د نړیوالې ریفري «مرجان تیموري» نوم لیدلی شي.
تیموري له دې مخکې په نړیوالو او آسیایي او همداشان ګرینډ پیري سیالیو کې قضاوت کړی دی او د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د نړیوال فدراسیون له خوا د پارالمپیک د غوراوي تمریناتي کمپ ته بلل شوې وه او په پای کې د پیرالمپیک لوبو د ریفریانو په وروستي نوملړ کې شامله شوه.
د اولمپک سیالیو نه پس به د پاریس د ۲۰۱۴ کال په پيرااولمپک لوبو کښې د تکوانډو سیارۍ د روان لمریز کال د وږي د میاشتې له ۸ نه تر ۱۰ نیټې پورې ترسره شي.