بې له ویزې ایران ته د نړۍ د نیمايي خلکو د سفر امکان
(last modified Wed, 29 May 2024 06:28:39 GMT )
May 29, 2024 10:58 Asia/Kabul
  • ایران ته بې له ویزې د نیمې نړۍ د خلکو د راتګ امکان برابر شوی دی
    ایران ته بې له ویزې د نیمې نړۍ د خلکو د راتګ امکان برابر شوی دی

پارس ټوډی- د ایران د کلتوري میراث، سیاحت او لاسي صنایعو د وزیر مرستیال ایران ته د دنیا د نیمايي خلکو بې له ویزې د سفر د اسانتیا خبر ورکړ.

ایران ته له ویزې پرته د نړۍ د نیمايي نفوسو د سفر امکان، د ایراني فلم لپاره د روسي فسټیول درې ایوارډونه او د ملایشیا د کتاب په نړیوال نندارتون کښې د ایران شتون د ایران د ټولنیزو او کلتوري برخې مهم خبرونه دي.

 

د ایراني سندرغاړي نړیوال کنسرټونه دوبی ته ورسیدل

د ایراني سندرغاړي علیرضا قرباني کنسرټ د جون په اوومه نیټه د اماراتو په دوبی کښې ترسره کیږي. په دوبی کښې د دغه ایراني سندرغاړي کنسرټ د «فردوس»آرکسټر په ملګرتیا سره چې د اماراتو ترټولو غوره آکسټر دی او د آسکر او ګولډن ګلوب د ګټونکي مشهور موسیقي ساز «ای آر رحمان» له خوا جوړیږي.

 

د امریکې په لاس اینجلس فلم فسټیول کښې د ایراني فلم نمایش

د «مریض‌خانه مرکزی» په نامه ایرانی لنډ فلم به د امریکې د لاس اینجلس په څلور دیرشم فلم فسټیول IFS)  کښې نندارې ته وړاندې شي. دغه فسټیول به د روان کال د جون له ۱۲ نه تر ۲۰ نیټې په لاس اینجلس کښې ترسره شي.

 

ایراني فلم د روسي فسټیول درې انعامونه وګټل

د «مختار عبداللهی» په لیکنه او ډایریکټرۍ سره «میان صخره‌ها» نومې ایراني فلم د روسیې د اتلولۍ له فسټیول څخه درې ایوارډونه وګټل. دغه فلم د روسیې د اتلولۍ د فسټیول ستر انعام، د لیدونکو له نظره د غوره فلم انعام او د (آندیا یحیی پور) په نامه د غوره ماشوم اداکار افتخاري ډیپلومه ګټلې ده . یاد فسټیول د تیرې ثور د میاشتې له ۳۱ نه د جوزا یا غبرګولي تر څلورمې نیټې د روسیې په کراسنویارسک ښار کښې ترسره شو.

 

د دنیا نیم په نیمه خلک بې د ویزې له اخیستو ایران ته راتلی شي

د ایران د فرهنګي میراث، سیاحت او لاسي صنایعو مرستیال وزیر «علي اصغر شالبافیان» د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د سیاحت د مشرانو په آنلاین غونډه کښې وویل: دمګړۍ د نړۍ نیم په نیمه خلک بې له دې چې ویزا واخلي، ایران ته سفر کوې شي. هغه د یونیسکو په نړیوال میران کښې د ایران ۲۷ ثبت شوي آثار، د ایراني معمارۍ لوړه تنوع، د ایران اصیل لاسي صنایع چې د اصالت ۳۹۸ مهرونه یې ترلاسه کړي دي، «د لاسي صنایعو د خلاقو ښارونو شبکه» د عنوان لرونکو ۵ ښارونو لرل، د ایران ځانګړې پخلی، له غریزو سیمو واخلې د ګرمو اوبو تر چینو پورې مختلفو اقلیمي او موسمي حالات او ماهر او مسلکي ډاکټران وغیره داسې ځانګړی ظرفیت وباله چې د نړۍ په بل ځاې کښې ډیر لږ لیدل کیږي.

 

د ښځو او کورنۍ د چارو مرستیاله: د سید حسن نصر الله مور نړۍ ته یوه ډیره ستره انساني پانګه ډالۍ کړه

د ایران د ولسمشر د میرمنو د چارو مرستیالې «انیسه خزعلي» د لبنان د حزب الله د عمومي منشي د مور د وفات په مناسبت وویل: هغه یوازې د حسن نصر الله مور نه وه، ټول مقاومت د دغې ښځې پامته داره دی چې روزنې یې انساني ټولنې ته یوه ډیره ستره پانګه ډالۍ کړه او د عزت مداره تربیت نتیجه یې د میړانې او سرشیندنې له جنسه د انسانیت د ویاړ یوه بیلګه ده.

 

په ملایشیا کښې د ایراني کتابونو د مینه والو لپاره یو ښه خبر

ایران د ملایشیا د کتاب په څلرویشتم نړیوال نندارتون کښې شتون لري. دغه نندارتون چې د مۍ له ۲۴ نیټې څخه په کوالالمپور کښې د نړیوال تجارت په مرکز کښې پیل شوی، د روان کال د جون تر دویمې نیټې به دوام وکړي. په دغه نندارتون کښې د ایران اسلامي جمهوریت هم «د آسیايي نشر د حقوقو» په برخه کښې ګډون وکړ. د دغه نندارتون د ترسره کیدو ترڅنګ د اهل بیتو د نړیوالو ټولنې انتشاراتو او wonderbuuk نومې نړیوال پلیټفارم د ملګرتیا موافقه لاسلیک کړه.

 

هالیووډ او نړیواله سینما د حقیقي اتلانو له نشتوالي رنځیږي

ایراني ډایریکټر «قربانعلی طاهرفر» د ایرنا له فرهنګي خبریال سره په مرکه کښې، د ایران او دنیا په سینما کښې د اتل جوړونې او اتل روزنې د بحث په هکله وویل: هالیووډ او نړیواله سینما د حقیقي اتلانو له نشتوالي کړیږي، دا چې په هالیووډ کښې څومره اتلان یا سټارز او غوره اتلان یعنې سوپر سټارز لرو، مهمه ده. دوي اتلولیز تاریخ او تمدن نه لري او د هغوي ننني اتلان شاید تر یو څو قومندانانو او ټوپکوالو محدود دي چې یو ډول تاریخي تحریف دی.

 

ټیګونه