ایران د پوه بنسټه شرکتونو په حوزه کښې د لویدیځې اسیا مرکز ؛ د امریکا بندیزونه د پرمختګ عامل/
(last modified Wed, 29 May 2024 06:41:47 GMT )
May 29, 2024 11:11 Asia/Kabul
  • ایران د پوه بنسټه شرکتونو په حوزه کښې د لویدیځې اسیا مرکز ؛ د امریکا بندیزونه د پرمختګ عامل/

پارس ټوډې –پوه بنسټه شرکتونه په نړیوال اقتصاد کښې یو مهم بنسټ ګڼل کیږي.

دغه شرکتونه چې د پوهې او د نوښت پراساس جوړیږي په ایران کښې پراخ فعالیتونه لري په دې ډول چې د ایران ډیرې پوه بنسټه شرکتونه د سیمې هیوادونو او د دنیا ځینو نورو هیوادونو ته د طبي تجهیزاتو، د درملو ، د طبي انجنیرۍ او نانو ټیکنالوژۍ په زمینو کښې ښه صادرات لري.

ډاکټر «اسفندیار اختیاري» د ایران د زرتشتیانو استازی، د اسلامي شورا د څیړنې او د ټیکنالوژۍ د کمیټۍ مشر، په ایران کښې د پوه بنسټه شرکتونو د ملاتړ د دوو قوانینو اصلي پلانونکی (په دیارلس سوه نهه اتیایم هجري لمریز کال او څوارلس سوه لومړي هجري لمریز کال کښې د پوه بنسټه شرکتونو د قانون طراح) ، په یزد کښې د لومړي ټکنو مرکز بنسټګر او د ایران پارکونو او د پوه بنسټه اقتصاد په  پلار مشهور دی.

له ډاکټر اسفندیار اختیاري سره د پارس ټوډې د خبریالې میرمن « اتوسا دینیاریان» مرکه لاندې لوستلی شئ.

ښاغلي ډاکټر اسفندیار اختیاري په کلي توګه پوه بنسټه شرکتونه څه ته وايي؟

پوه بنسټه شرکتونه د فکر او د پوهې پراساس جوړیږي او په حقیقت کښې دغه شرکتونه خپل فکر او ایډیا په عمل بدلوي او هغه خرڅوي.

په پوه بنسټه اقتصاد کښې مونږ له  دوو جدي مقالو نوښت او ټیکنالوژۍ سره کار لرو.

د اقتصاد په دغه بیلګې کښې ګاهکان د نوښت پیسې ورکوي  له دې کبله پوه بنسټه شرکتونه هیڅکله نه ختمیږي ځکه چې فکر نه ختمیږي.

په حقیقت کښې په پوه بنسټه اقتصاد کښې د ایران د ستر شاعر شیخ سعدي دغه شعر عملي اړخ پیدا کوي چې وايي

توانا بود

هر که دانا بود

(علم او تجربه د یوه بل په څنګ کښې)

په ایران کښې د پوه بنسټه شرکتونو ایډیا له کوم کال څخه مطرح شوه او له کوم وخت څخه یې عملي اړخ غوره کړ؟

په ایران کښې پوه بنسټه اقتصاد له کابو دیارلس سوه اتیایم هجري لمریز کال څخه په هیواد کښې د لومړنیو علمي او د ټیکنالوژۍ د پاکونو په جوړیدا سره عملي اړخ خپل کړ.

په دیارلس سوه نهه اتیایم هجري لمریز کال کښې د پوه بنسټه شرکتونو څخه د ملاتړ او د تحقیقاتو د تجارتي کولو قانون په دیارلسو مادو سره تصویب شو، داسې قانون چې له پوه بنسټه شرکتونو ، د علم او د ټیکنالوژۍ له پارکونو څخه د بیلابیلو ملاتړونو جوړښت او چوکاټونه یې بیان کړل.

د دغه قانون پراساس ډیرو پوه بنسټه شرکتونو خپل فعالیتونه پیل کړل او پخواني شرکتونه هم په ډیرې لیوالتیا سره د خپلو فعالیتونو پراخولو ته دوام ورکوي.

په څوارلس سوه لومړي هجري لمریز کال کښې د پوه بنسټه تولید د زیاتولو د قانون په نوم سره یو شمیر اصلاحات تصویب او اعلان شول.

همدا اوس په ایران کښې د پوه بنسټه شرکتونو حالت په کوم ډول دی؟

مونږ په دې زمینه کښې ښه تجربه لرو.

په حقیقت کښې ایران د پوه بنسته شرکتونو په موضوع کښې د لویدیځې اسیا د هیوادونو هاب یعني مرکز دی او په نړیواله سویه هم ایران ښه رتبه لري.

د ایران ډیرې پوه بنسټه شرکتونه د صادراتو او د مالي ګردش ښه اندازه لري او په نړیواله سویه کار کوي.

له ډاکټر اسفندیار اختیاري سره د پارس ټوډې د خبریالې میرمن «اتوسا دینیاریان» مرکه

 

 

په نړیوالو ډګرونو کښې په کومو موضوع ګانو کښې بریالي یو؟

زمونږ په ایران هیواد کښې د پوه بنسټه شرکتونو زیات فعالیتونه په فني ، انجنیري ، طبي روباټونو ، طبي انجنیرۍ ، انفارمیش ټیکنالوژۍ ، درملو او نانو ټیکنالوژۍ کښې دي.

د ایران ډیرې پوه بنسټه شرکتونه د درملو ، د طبي انجنیرۍ او د تجهیزاتو د جوړولو په زمینو کښې په نړیوال ډګر کښې د سیالۍ کولو وړتیا لري.

همدا اوس د ایران ډیرې پوه بنسټه شرکتونه خپل جوړ کړې شوي شیان د سیمې هیوادونو او نورو خارجي هیوادونو ته صادروي.

ایا د انساني علومو او د هنر په موضوع کښې هم د دغو شرکتونو د فعالیت لپاره کوم ډګر شته؟

هو په هر ډ ګر کښې چې نوی فکر تولید شي او دغه فکر په اقتصادي کار کښې د وړاندې کولو جوګه وي نو پوه بنسټه اقتصاد بڼه غوره کوي.

مثلا د ټوریزم  یعني د سیل په موضوع کښې لومړنی اداره چې د عاید د ترلاسه کولو او په هیواد کښې سیل او سفر کولو په توګه له شخصي کور څخه د استفادې کولو ایډیا یې مطرح کړه پوه بنسټه اقتصاد دی.

د امریکا بایکاټونو د ایران د پوه بنسټه شرکتونو په کارونو څومره اغیز شیندلی دی؟

د امریکا بندیزونو له یو اړخه له ایران سره ډیره مرسته کړي ده ځکه چې د ایران ډیرې پوه بنسټه شرکتونه د داخلي تشې یعني خلا او د ضرورت وړ د محصولاتو د نشتون په اساس جوړل شول او وده یې وکړه.

څرنګه چې د کورونا ویروس د خپریدا په وخت ایران د مصنوعي سا اخیستلو د ماشین یعني وینټیلرزونو(VENTILATORS) د واردولو اجازه نلرله او د ایران پوه بنسټه شرکتونو د دغو وینټیلیټرزونو نور ډولونه طراحي او ډیزاین کړل او هغه یې جوړ کړل.

په حقیقت کښې بایکاټونه په ځینو ډګرونو کښې د ایران د دغو پوه بنسټه شرکتونو د بریالیتوب سبب شوي دي.

خو د بایکاټونو تاوانونه هم دا دي چې دغو شرکتونو په تجارتي مبادلاتو په تیره بیا په خارجي هیوادونو باندې د خپلو محصولاتو د خرڅولو په برخه کښې له مشکل سره مخامخ دي او هغوې په اسانۍ سره مالي ګردش نشي لرلای په حقیقت کښې د پیسو بیرته راتلل په مشکل سره ترسره کیږي.

په ایران کښې له پوه بنسټه شرکتونو کوم ډول قانوني ملاتړونه ترسره کیږي؟

په ایران کښې په تصویب شوي قانون کښې ضروري ملاتړونه په نظر کښې نیول شوي دي.

مثلا دغه پوه بنسټه شرکتونه په کمې ګټې یعني سود سره پورونه ترلاسه کولای شي او له مالیاتو ورکولو معاف دي.

په حقیقت کښې مونږ هڅه کړي ده په قانون کښې هر هغه څه چې له ایران څخه بهر د پوه بنسټه شرکتونو لپاره په نظر کښې نیول شوي دي د ایران د شرکتونو لپاره هم په نظر کښې ونیول شي.

تاسو پوه بنسټه شرکتونه څرنګه جاجوئ؟

د ایران خلک هم هوش او هم ضروري زده کړې او تحصیلات لري.

پر دې اساس پوه بنسټه شرکتونه په ډیر ښه ډول کار کولای شي په دې شرط چې د اقتصاد د حکومتي کیدا مشکلات یې ختم کړې شي.

په دې برخه کښې د اخري پوښتنې په توګه ښاغلي ډاکټر اسفندیار اختیاري په دنیا کښې د علم د تولید له نظره د ایران حالت په کوم ډول دی؟

ایران  د نړۍ یو فیصده نفوس لري او د علم د تولید د  ګراف له نظره په دنیا کښې د علم د تولیدولو څه د پاسه یو فیصده لري.

ایران تل د علم د تولید له نظره په لویدیځې اسیا سیمې کښې لومړی یا دوهم لرلی او لري یې.

د ایران د علم د تولیدولو یو ګراف او ځانګړنه په دنیا کښې په معتبرو علمي مجلو کښې د علمي مقالو خپرول دي چې ایران په دې زمینه کښې ښه رتبه او شمیرنې لري.

د پوهنتون ګرافونه لوړ دی ځکه چې په ایران کښې د  تحصیل کرده کسانو شمیر لوړ دی.

دغه علم ترلاسه کول د ویاړ وړ دي.

په دې سربیره دا داسې موقعیت دی چې له هغه د پوه بنسټه شرکتونو د پراخولو او په ملي اقتصاد کښې د دغو شرکتونو د ونډې د زیاتولو لپاره استفاده کولای شو.

 

ټیګونه