د غبرګولي ۱۵مه؛ د ایران د ملت د ستر اسلامي غورځنګ پیل
نن (سه شنبه) د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د غبرګولي ۱۵ مه، په ۱۳۴۲ هجري لمریز کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټ ایښودونکي حضرت امام خمیني (ره) د تاریخي پاڅون له کلیزې سره سمون خوري.
د ۱۳۴۲ کال د غبرګولي د ۱۵مې نیټې پاڅون، د اسلامي انقلاب په تاریخ کې د بدلون او د ایران د ملت د اسلامي غورځنګ د پیل پړاو دی .
د پهلوي رژیم کسانو د ۱۳۴۲ کال د غبرګولي د میاشتې په ۱۵مه نیټه ، د قم په فیضیه مکتب کې د امام خمیني (ره) د افشا کوونکي وینا له امله، په یوه ناوړه پیښه کې په دغه مقدس ښار کې د امام پر کور په حملې سره، حضرت امام یې ونیولو.
امام خمیني (ره) د قم په فیضیه مکتب کې د حسیني عاشورا په ورځ په یوې ځپوونکې وینا کې، د پهلوي رژیم له جنایتونو او له اسرائیلي رژیم سره د شاه له اړیکو پرده پورته کړه.
د امام خمیني (ره) د نیول کېدو په غبرګون کې د ایران په مختلفو ښارونو کې خلکو د شاه د رژیم پرضد پراخې مظاهرې وکړې.
د دغو مظاهرو په لړ کې، د دغه رژیم ظالمو امنیتي ځواکونو په قم کې پر فیضیه مکتب په یرغل سره یو زیات شمېر کسان شهیدان، ژوبل او بندیان کړل.
دغه تاریخي پاڅون، د پهلوي رژیم د استبدادي واکمنۍ پر وړاندې د اسلامي غورځنګ د مبارزې پیلامه وه او د اسلامي انقلاب د فکري، سیاسي او ټولنیزو بنسټونو د جوړولو لپاره یې مناسب شرایط برابر کړل.
د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټ ایښودونکي حضرت امام خمیني (ره) د ۱۳۴۲ کال د غبرګولي په ۱۵مه نیټه، د شاه د استبدادي رژیم پر وړاندې سیاسي غورځنګ یو مهم پړاو ته ورساوه او د یوې لسیزې په زیاتې مودې کې، له زیاتو کړاوونو او له جلاوطنۍ سره مخ شو.
د امام خمیني (ره) غورځنګ په ۱۹۶۳ کال کې پیل شو او په ۱۹۷۹ کال کې د ایران اسلامي انقلاب بریا تر لاسه کړه او د غبرګولي د پنځلسمې پاڅون یقینا د دغه اسلامي غورځنګ په بریا کې نه هیرېدونکی او ځلانده رول ولوباوه.