له سید حسن نصرالله سره د ایران د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر لیدنه
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په لبنان کې د خپلو لیدنو په دوام کې، د حزب الله له عمومي منشي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري د دوشنبې په ورځ له لبناني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په تیره بیا په فلسطین کې د وروستیو بدلونونو په اړه د سلامشورو په هدف د خپل سیمه ایز سفر په لومړي پړاو کې بیروت ته لاړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست باقري کني پرون (دوشنبه) لبنان او سوریې ته د خپل سیمه ایز سفر په پیلولو سره په بیروت کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بوحبیب، لومړي وزیر نجیب میقاتي او د لبنان د پارلمان له مشر نبیه بیري سره وکتل.
باقري په لبنان کې د حزب الله له عمومي منشي سید حسن نصرالله سره هم وکتل او د سیمې په مهمو مسایلو یې ورسره خبرې او مشورې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه د شهیدانو هدیرې ته په ورتګ سره د مقاومت د شهیدانو درناوی وکړ.