الشرق رسنۍ د ایران په قدرت اعتراف وکړ
Jun 08, 2024 05:27 Asia/Kabul
الشرق رسنۍ چې مالي تامین یې د سعودیانو له خوا کیږي، د ایران په پوځي او علمي قدرت اعتراف کړی دی.
الشرق رسنۍ چې مالي تامین یې د سعودیانو له خوا کیږي، د ایران په پوځي او علمي قدرت اعتراف کړی دی.
د ایسنا د خبر له مخې، په انګلستان کښې د سیاسي اقتصاد او نړیوالو اړیکو استاد «ناصر قلاوون» په مختلفو ډګرونو کښې د ایران پرمختګ او د ایران علمي او پوځي قدرت ته په اشارې سره وویل: ایران ډیرې پياوړې بیخ بیناوې لري لکه علمي پوهان او لرواټنه توغندي چې په دې وروستیو کښې یې په اسرائیلو باندې په حمله کښې ننداره وشوه او دریم مزیت یې هم، په پنځو شپږو میاشتو کښې په بالفعل پوځي توان باندې د بالقوه توانايۍ بدلول دي.