د چاپېریال ساتنې په اړه د همکارۍ پر پراخولو د ایران او چین ټینګار
د ایران د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر او د ولسمشرۍ مرستیال، د چاپېریال ساتنې په برخو کې د دواړو هېوادونو د ۲۵ کلن ستراتیژیک پلان له مخې، د چاپېریال ساتنې د همکارۍ لپاره د ایران او چین پر چمتووالي ټینګار وکړ.
د ایرنا د راپور په حواله؛ د ايران د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر او د ولسمشرۍ مرستیال علي سلاجقه، د چين د ساينس او ټکنالوژۍ د اکاډمۍ له رئيس سره په ګډه غونډه کې وويل، اقليمي بدلون یو له هغو ګډو مسلو څخه دی چې په ټوله نړۍ اغېزه کوي او ایران او چین کولای شي د هغه په اړه له یوه بل سره همکاري وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ مرستیال پر دې په ټینګار سره چې د چاپېریال ساتنې اداره، د علومو وزارت او د تهران پوهنتون د چاپېریال د مسئلې په اړه د چین له ساینسي پلاویو سره همکارۍ ته چمتو دی، څرګنده کړه: د خاورو او لوګي ستونزه یو له هغو پدیدو څخه ده، چې پر لوېدیځې آسیا یې اغیزه کړې ده.
سلاجقه د دې په بیان سره چې ایران او چین دواړه له خاورو سره د مقابلې په برخه کې سیمه ایز او بډایه پوهه لري وویل: په ایران کې له خاورو او لوګیو سره د مبارزې او په خاورینو برخو کې د خاورو د تثبیت په برخو کې تجربه او پوهه شتون لري.