د ټاکنو له ترسره کېدو سره د ځینو لوېدیځو حکومتونو پر مخالفت د ایران نیوکه
(last modified Sat, 06 Jul 2024 02:55:03 GMT )
Jul 06, 2024 07:25 Asia/Kabul
  • د ټاکنو له ترسره کېدو سره د ځینو لوېدیځو حکومتونو پر مخالفت د ایران نیوکه

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي: په هغو هېوادونو کې چې د ډیموکراسۍ دعوه کوي، ځینو کسانو د رایه ورکوونکو لپاره د نه منلو وړ فضا رامنځته کړې او دغو (لوېدیځو) حکومتونو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره د ایران د خلکو له حق څخه ساتنه نه ده کړې.

د ایرنا د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کني ویلي: د کاناډا حکومت چې ځان د بشري حقونو مدعي بولي، په دغه هېواد کې د ټاکنو د ترسره کېدو اجازه ورنکړه.

باقري کني زیاته کړه: د تیرې جمعې په ورځ هم په ځینو اروپایي او لوېدیځو هېوادونو کې چې د ډیموکراسۍ ادعا کوي، یو شمېر ایرانیان په ټاکنو کې د ګډون لپاره، د تخریبکارانو او ترهګرو له خوا د هر ډول تاوتریخوالي په ګډون، د نه منلو وړ مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ شول.

له دې سره، نن به په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو پایله هم روښانه شي، خو تر دې دمه د رایو کومې شمېرې چې اعلان شوي، د دوو ناماندانو مسعود پزشکیان او سعید جلیلي ترمنځ، د مسعود پزشکیان د مخکښ والي ښکارندويي کوي.

ټیګونه