د ایران منتخب ولسمشر د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره کتنه وکړه
د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کښې د ایران منتخب ولسمشر ته د اکثریت رایو په ګټلو د مبارکۍ ویلو او د انتخاباتو په دویم پړاو کښې د ګډون له زیاتېدو د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کښې هیله څرګنده کړه چې منتخب ولسمشر د هېواد د خلکو له ظرفیتونو او نورو ډېرو ظرفیتونو د هیواد د پرمختګ او ابادي په لاره کې کار واخلي
د رهبرۍ د مقام د اطلاع رسونې ویبپاڼې له مخې؛ د ایران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان پرون ماښام د اسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت امام خامنه ای سره وکتل.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کښې د ایران منتخب ولسمشر ته د اکثریت رایو په ګټلو د مبارکۍ ویلو او د انتخاباتو په دویم پړاو کښې د ګډون له زیاتېدو د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کښې هیله څرګنده کړه چې منتخب ولسمشر د هېواد د خلکو له ظرفیتونو او نورو ډېرو ظرفیتونو د هیواد د پرمختګ او ابادي په لاره کې کار واخلي
د رهبرۍ د ستر مقام همدا راز له دی مخکی د ایران د څوارلسمې دورې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مناسبت په یوه پیغام کښې د ایران ملت او منتخب ولسمشر ته د مبارکۍ په ورکولو سره وفرمایل: دا ستر حرکت د انتخاباتو د لاس جوړ بایکاټ له شورماشور سره په مقابلې کې چې د ایران د ملت دښمنانانو د نا امیدۍ او بندون د القالپاره په لاره اچولی وو ، یو ځلانده او نه هیریدونکی کار دی.
حضرت ایت الله خامنه ای څرګنده کړه: ګران خلک د مسؤلیت په احساس سره میدان ته راووتل او یوه ګرمه او ولولناکه صحنه یې جوړه کړه او په دوو پړاوونو کښې یې د رایو صندوقونه په څه دپاسه ۵۵ میلیونو رایو سره ډک کړل .
د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر تاکید وکړ: مناسبه ده چې د انتخاباتو رقابتی چلند په دوستانه نورمونو بدل شی او هر څوک د هېواد د مادی او معنوی هوساینې لپاره کار وکړی.
د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د انتخاباتو په دوهم پړاو کښې "مسعود پزشکیان " له ټولټال ۳۰ میلیونه ۵۳۰ زره ۱۵۷ رایو د ۱۶ میلیونو ۳۸۴ زره ۴۰۳ رایو په ګټلو سره د ایران نهم منتخب ولسمشر شو.