د اسلامي نړۍ لپاره یوه بله بریا؛ تر یوې راتلونکې میاشتې د ایران له تولیدي لومړنۍ پېچلې سپوږمکۍ څخه کار اخیستنه
پاس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر اعلان وکړ چې د یوې میاشتې په دننه کې به د ایران لخوا تولید شوې لومړنۍ پېچلې سپوږمکۍ فعاله کړي.
د ایران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عیسی زارع پور، د ایران د پارس 2 سپوږمکۍ د وروستي وضعیت په اړه وویل: دا سپوږمکۍ په وروستي پړاو کې ده او هیله لرو چې ډېر ژر به یې معلومات وکارول شي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، "زارع پور" د دې سپوږمکۍ د توغولو د وخت او په مدار کې د ځای په ځای کولو په اړه ویلي، چې دا سپوږمکۍ به په راتلونکې میاشت کې فعاله شي.
د ایران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر د اعلان له مخې، ایراني ساینس پوهان به وتوانېږي چې د دې سپوږمکۍ د فضایي ظرفیت او ډیټا په ګډون، له انځورونو او فضایي محمولې څخه کار واخلي.
زارع پور دې حقیقت ته په اشارې سره چې د پارس سپوږمکۍ کورنۍ سنجشي ده اود دوی له تصویري ډیټا څخه په هېواد کې استفاده کېږي، څرګنده کړه، چې د پارس 2 سپوږمکۍ د عادي تور او سپین عکسونو سربېره (د 8 مترو د عکس اخیستلو په دقت سره)، د شپې له خوا د انځورونو لیدلو وړتیا هم لري.
په پای کې د ایران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر څرګنده کړه: دا سمه ده چې د پارس 2 سپوږمکۍ د انځورونو دقت د ایراني سپوږمکۍ د خیام د انځورونو په شان لوړ نه دی، بلکې دا د ایران له خوا جوړه شوې لومړنۍ پېچلې سپوږمکۍ ده، چې له ځان سره ډېری محمولې لري چې یو په یو ازمویل شوي او ارزول شوي.
د سپوږمکۍ دوره لرونکو هېوادونو له جملې څخه د ایران په ګډون، ۶ هېوادونه فضا ته د ژوندیو موجوداتو په استولو بریالي شوي او د سپوږمکۍ وړونکو په برخه کې، یوازې ۱۲ هېوادونه د سپوږمکۍ وړونکو د ډیزاین، جوړولو او توغولو وړتیا لري، چې د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ له دغو ۱۲ هېوادونو څخه یو دی.
کلیدي کلمې: د ایران فضايي صنعت، د ایران له خوا د سپوږمکۍ توغول، د ایران فضايي پرمختګونه، په ایران کې د توغندیو تولید