د سوریې د تیلو او ګازو د صنعت په نړیوال نندارتون کې د ایران فعال حضور
(last modified Wed, 10 Jul 2024 02:11:41 GMT )
Jul 10, 2024 06:41 Asia/Kabul
  • د سوریې د تیلو او ګازو د صنعت په نړیوال نندارتون کې د ایران فعال حضور

د سوریې د تیلو او ګازو د صنعت پنځم نړیوال نندارتون د ایران د اسلامي جمهوریت په شتون سره پرانیستل شو.

په سوریه کې د ایران سفیر "حسین اکبري" وویل، د تهران او دمشق د اړیکو د پراختیا او د هغو تړونونو له مخې چې تېر کال سوریې ته د ایران د پخواني شهید ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي وو، د سوریې د تېلو او ګازو په برخه کې د ایراني شرکتونو حضور زیات شوی دی.

سعید هاشم پور چې د سوریې د نفتو او ګازو په نندارتون کې د ایران د ابدان د نفتو د تصفیې د شرکت په استازیتوب ګډون کړی دی وویل، د تیلو او ګازو د صنعت په برخه کې د ایران د متخصصو شرکتونو وړتیاوې او همدارنګه د تخنیکی انجینرۍ د خدمتونو وړاندې کول، په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د سوریې د نفتو وزیر "فراس قدور" د سوریې پر وړاندې د لوېدیځ او امریکا بندیزونه قهري وبلل او ویې ویل، د دوستو هېوادونو په پانګونې سره، د زیربنایي تاسیساتو د بیاجوړولو او د تولید عادي حالت ته د راستنېدو هڅې روانې دي.

د سوریې د تېلو او ګازو په نړیوال نندارتون کې د بهرنیو شرکتونو له ډلې څخه، په دغه نندارتون کې د پنځو ایراني علمي بنسټونو او تخصصي شرکتونو شتون، د سوریې د تېلو او ګازو په صنعت کې د پانګونې په برخه کې د ایران د رهبرۍ لېوالتیا په ګوته کوي.

په سوریه کې د تیلو او ګازو په سکټور کې د پانګونې د ډګرونو معرفي کول، د دغه نندارتون د یوې موخې په توګه اعلان شوي دي.

ټیګونه