د حسیني تاسوعا په مناسبت د ایران په دننه او بهر کې د ویرجنۍ مراسم
د محرم الحرام د نهمې نیټې په شپه په ایران کې دننه او بهر مېشتو ایرانیانو د حسیني تاسوعا په مناسبت د مراسمو په ترسره کولو سره د امام حسین علیه السلام د مکتب د شهیدانو او د هغه د لښکر د مشر حضرت عباس (ع) د شهادت یاد ژوندی ساتلی دی.
په ایران کې دننه ایرانیانو په حسینیه وو، جوماتونو او حتی په واټونو کې په حضور سره، د محرم الحرام د حسیني تاسوعا په نهمه شپه یې د امام حسین علیه السلام د ماتم مراسم ترسره کړل. په بهر کې هم په سوریه، ترکیې، فرانسې، امریکا او مالیزیا کې میشتو ایرانیانو هم شانداره غونډې جوړې کړې.
د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د حضرت رقیه(س) د زیارت په څنګ کې هم ویرجنو د شهیدانو د سرلاري د ماتم مراسم ترسره او له اهل بیتو(ع) سره یې د خپل اخلاص او عقیدت څرګندونه وکړه.
د حسیني تاسوعا په شپه (د محرم الحرام په نهمه) ایرانیانو هم د ترکیې په پلازمینه انقره کې د حضرت ابا عبدالله الحسین او د کربلا د علمدار حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام د شهادت په مناسبت د ایران د اسلامي جمهوریت په کلتوري مشورتي حسینیه کې په راټولېدو سره د ویرجنۍ مراسم ترسره کړل.
په فرانسه کې هم مسلمانانو او د اهل بیتو مینوالو د حسیني تاسوعا په شپه د کربلا د سقا حضرت ابا فضل العباس (ع) د لوړ مقام درناوی وکړ.