د ایران پر وړاندې د اروپا د یو اړخیز او ظالمانه بندیزونو تمدید
د اروپايي ټولنې شورا په غلطو او تعصبي پلمو سره د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد خپل یو اړخیز بندیزونه تمدید کړل.
په دې وروستیو لسیزو کې د مختلفو ډولونو بندیزونه، په نړیواله کچه پر خپلواکو هېوادونو د فشار راوړلو او د زورواکو هېوادونو لپاره په وسیله ګرځېدلې ده. د 1990 لسیزې له پیل راهیسې، امریکا، اروپایي اتحادیې او نورو پرمختللو اقتصادونو، د نورو هېوادونو پر وړاندې په سلګونه اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د ایران د خلکو دښمنان تل هڅه کوي چې د ظالمانه بندیزونو په لګولو سره، د ایران اقتصاد ته زیان ورسوي او له هېڅ ډول بندیزونو څخه یې هم لاس نه دی اخیستی.
د اروپا اتحادیې شورا د یو اړخیز او ایران ضد اقدام په ترڅ کې، پر ایران باندې خپل بندیزونه د اوکراین پر وړاندې د روسیې له جګړې او په لوېدیځه آسیا او سرې بحیرې کې له وسله والو ډلو او بنسټونو د ایران د د پوځي ملاتړ غلطې پلمې له امله د ۲۰۲۵ میلادي کال د جولای تر ۲۷ تمدید کړل.
د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد شته بندیزونه به هر کال وڅېړل شي. اوس مهال دغه بندیزونه پر ۱۲ ایراني اشخاصو او ۹ ادارو لګول شوي دي.