د ایران د دفاعی تجهیزاتولپاره دنړیوالوغوښتنو څلوربرابره زیاتیدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150662-د_ایران_د_دفاعی_تجهیزاتولپاره_دنړیوالوغوښتنو_څلوربرابره_زیاتیدا
پارس ټوډې- د ایران د اسلامی شوراد بهرنی سیاست او ملی امنیت دکمیشن  ویندوي په تیرو درو کلونو کې د هیواد دفاعي صنائعو د صادراتو د څلور برابره  ودې خبر ورکړ.
(last modified 2024-07-25T04:06:39+00:00 )
Jul 25, 2024 08:23 Asia/Kabul
  • د ایران د دفاعی تجهیزاتولپاره دنړیوالوغوښتنو څلوربرابره زیاتیدا

پارس ټوډې- د ایران د اسلامی شوراد بهرنی سیاست او ملی امنیت دکمیشن  ویندوي په تیرو درو کلونو کې د هیواد دفاعي صنائعو د صادراتو د څلور برابره  ودې خبر ورکړ.

د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست   کمیشن د ایران د اسلامی جمهوریت  له دفاع وزیر ا میر سردار محمد رضا قرابی آشتیاني سره یوه ګډه غونډه ترسره کړه.

پارس ټوډې  راپور ورکړی،سردار آشتیاني  په دغې ناستې کې د ایران د دفاع وزارت د هغو بریاؤ په باب د یوۀ راپور په وړاندې کولو سره چې پر ځاي پوهې باندې په تکیې سره محقق شوې،په تیرو درو کلونو کې ئې د هیواد دفاعي صادراتو  لپاره څلور برابرې ودې ته اشاره وکړه.

د ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت د کمیشن د ویندوي رضائي په ویناسردار آشتیاني  په دغې غونډې کې همداراز راپور ورکړ، چې صهیونیسټي ريژم  له هغو ډیرو زیاتو لګښتونو سره سره  چې ئې ترسره کړي، د خپل هوائي دفاع په بشپړتیا کې ناکامه دی او له کمزورتیا سره مخ دی. هغه  روښانه کړې ده ، په تیرو درو کلونو کې د  ایران د اسلامی ج مهوریت ددفاعي تولیداتو 2.5برابره زیاتیدا  بل هغه مورد دی چې د ایران دفاع وزیر ورته اشاره وکړه.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150642

د وئيلو ده د ۲۰۲۳کال د اکتوبر  ۱۸نیټه د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په اساس،هغه ټول محدودیّتونه چې  په ناعادلانه توګه د ایران د اسلامی جمهوریت  له بالسټيک توغندیو سره د اړونده نقل او انتقالاتو   او د فعالیتونو په باب وضع شوي وو، پاي ته  ورسیدل.ددغه پریکړه لیک په اساس، دنړۍ نور هیوادونه مجبوره نه دي ،  له ایران سره د اړونده ټيکنالوجیو ، ډرونز  او توغندیو څخه د ځینو له منتقلولو مخکې  له امنیت شورا څخه مجوز ترلاسه کړي.