د مالیزیا د لوړو زده کړو وزیر له لورې د بندیزونو سره سره د ایراني کادرونو د لاسته راوړنو ستاینه
(last modified Sat, 27 Jul 2024 13:22:35 GMT )
Jul 27, 2024 17:52 Asia/Kabul
  • د مالیزیا د لوړو زده کړو وزیر له لورې د بندیزونو سره سره د ایراني کادرونو د لاسته راوړنو ستاینه

پارس ټوډی ـ د مالیزیا د لوړو زده کړو وزیر د دغه هېواد او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ د علمي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د خپل هېواد له چمتوالي خبر ورکړ.

د مالیزیا د لوړو زده کړو وزیر زمبري عبدالقادر په کوالالمپور کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ولي الله محمدي سره په کتنه کې له ایران سره د علمي همکاریو د پراختیا لپاره د هېواد له چمتوالي خبر ورکړ.

 د پارس ټوډې د راپور له مخې، د مالیزیا د لوړو زده کړو وزیر په دغه کتنه کې د امریکا د یو اړخیزه بندیزونو سره، سره په بېلا بېلو تولیدي، صنعتي، علمي او کرهڼیزو برخو کې د ایراني کادرونو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه.

"ولي الله محمدي" همداراز وویل: د لوړو زده کړو د همکاریو په اړه د تفاهم یادښت د محصلانو او پوهنتونونو د همکاریو د لا ښه پراختیا او پیاوړتیا لپاره یو مناسب پلیټ فارم او چوکاټ ګڼل کیږي.

په دغه کتنه کې محمدي هیله څرګنده کړه چې د ایران او مالیزیا ترمینځ علمی ملګرتیاوې به د دواړو هېوادونو د مسولو چارواکو په پاملرنې سره د پخوا په پرتله لا زیاتې پراخه او غښتلي شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمېنځ د محصلانو او د پوهنتونونو د پلاویو د تبادلې هرکلی وکړ او دا یې د یو بل د علمی ټولنې د لا زیاتې پېژندنې لپاره یو رغنده کړنلاره وبلله.

په دغه کتنه کې په مالیزیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت د علمي او تکنالوژۍ د برخې سلاکارد روان کال په وږې میاشت کې په تهران کې د علمي لاسته راوړنو د ستر نندارتون جوړیدو خبر ورکړ چې په کې به د پوهنتونو د زده کړیالانو لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شي.

نوموړي دغه نندارتون یو ښه فرصت وباله او مالیزیايي چارواکو ته یې ایران ته د ورتګ بلنه ورکړه، ترڅو له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي.

 

ټیګونه