د برکس تلویزیوني چینل کې د ایراني خطاطۍ هنر معرفي کول
پارس ټوډی - د ایران د خطاطۍ د هنر په اړه مستند فلم " نقطه " به په پنځو ژبو په نړیواله تلویزیوني شبکې "برکس" کې وښودل شي.
د نقطې په نوم دغه فلم چې په ایران او روسیه کې فلمبرداري شوی، د برېکس هېوادونو کې به لیدونکو ته نندارې ته وړاندې شي.
د پارس ټوډی د خبر له مخې؛ دغه مستند فلم د امیر ولي نژاند په لارښوونې جوړ شوی چې په کې د ایران د خطاطۍ د تاریخ او هنر په اړه په کې مستند انځور شوي چې په روسیې، انګلیسي، چینایي، هسپانیوي او پرتګالي ژبو به د برېکس تلویزیوني چینل له لارې خپور شي.
د دې فلم لارښوونکی یا ډاریکټر په دې باور دی چې د " نقطې" فلم لیدونکو ته په ښه توګه د ایرانیانو د ښکلو هنرونو لکه خطاطۍ ور پېژني.
امیر ولی نژاد زیاته کړه: ایراني خطاطي یوه ځانګړې نړۍ او مقدسه ژبه ده چې د قرآن کریم د متنونو د نقل کولو له دود څخه سرچینه اخلي او په بېلا بېلو برخو کې کارول کیږي.
د برېکس تلویزیوني چینل مدیر کسنیا کومیساروا وایي: دغه تلویزیون یې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې له اویا رسنیو سره هنکاري لري او زیاته یې کړه: دا موږ ټولو ته فرصت راکوي چې په دوامداره توګه د په زړه پورو مینځپانګو تبادله وکړو.
هغه وایي، په دغه چارې سره نه یوازې د ملي معلوماتو اجنډا بډایه کیږي، بلکه د BRICS هېوادونو په اړه به د ویډیو مینځپانګو یو ځانګړی ډیجیټل کتابتون به هم رامینځته کړي.
بايد يادونه وشي چې برکس تلويزيون د برکس د غړو هېوادونو او د دغې ډلې د شريکانو د ليدونکو لپاره ٢٤ ساعته خپرونې لري.
دغه شبکه په روسیه کې د ډیجیټل تلویزیون آپریټرانو، آنلاین سټینګ زیربنا، د ویډیو مینځپانګې کوربه کولو سایټونو او په ټوله روسیه کې ټولنیزو شبکو له لارې خپریږي.
په نورو ژبو کې د دغه تلویزیون پروګرامونه د شبکې په ویب پاڼه کې شتون لري.