ایران امریکا ته ماتې ور کړه
د پاریس ۲۰۲۴م المپیک لوبو په لړ کې د غیږ نیولو په یوې سیالۍ کې ایراني لوبغاړي اذر پیرا خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړه او د دغه سیالیو د زیړو مډال یې وګاټه.
بلخوا د ایران ولسمشر ارین سلیمي ته د المپیک د سرو زرو د مډال د ګټلو له امله مبارکي ورکړې او ویې ویل زموږ ګران زوی ارین سلیمي د ایران لپاره ستر ویاړ دی.
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان تېره شپه پخپل ایکس پاڼه لیکلي وو: زموږ ګران زوی ارین سلیمي، ستاسو ځواکمنتیا له امله د سرو زرو مډال ګټل، زما له بدن څخه ستړیا لرې کړه.
پزشکیان زیاته کړه: د اولمپیک په سیالیو کې د ایران لومړني ځوان په توګه، تاسو په ښکلي مډال سره د خلکو زړونه وګټل، تل دې وياړلی وې.
د ایران د تکوندو لوبغاړي ارین سلیمي د پاریس د المپیک په سیالیو کې د اتیا کیلو ګارمه په وزن کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.