ایران انګلستان ته؛ د اسرائیلي رژیم ترهګریزو جنایتونو ته د ځواب ورکولو پریکنده حق څخه نه تیریږو
(last modified Sat, 24 Aug 2024 12:29:55 GMT )
Aug 24, 2024 16:59 Asia/Kabul
  • ایران انګلستان ته؛ د اسرائیلي رژیم ترهګریزو جنایتونو ته د ځواب ورکولو پریکنده حق څخه نه تیریږو

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د انګلیس د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې ټینګار وکړ چي ایران د اسرائیل د رژیم ترهګریزو اقداماتو او جنایاتو ته د ځواب ورکولو لپاره له خپل پرېکنده حق څخه نه تیریږي.

د ایران خارجه وزیر په تېرو کلونو کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو پېچلتیا ته په اشارې سره، خپل انګلیسي سیال دیوید لامي ته وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د جنګ او جګړې په لټه کې نه ده لیکن د صهیونیست رژیم ترهګرو اقداماتو ته د ځواب ورکولو لپاره له خپل حق څخه نه تیریږي.

دواړو لورو په دغه ټلفوني خبرو کې د بندیزونو د لیري کېدو او نورو مسائلو باندې هم خبرې وکړې.

ډیویډ لامي د ایران نوی خارجه وزیر عراقچي ته د مبارکۍ په ویلو سره، په سیمه کې د شخړو په کمولو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رول د ادا کولو غوښتونکی شو.

 

 

ټیګونه