د جاپان د ژواک چاپيريال د نقاشۍ په نړيواله سيالۍ کې د اوو ايراني ماشومانو ځلیده
پارس ټو ډی - اوو ایراني ماشومانو په جاپان کې د ژواک چاپېریال د نقاشۍ په ۲۳ نړیواله سیالۍ کې جایزې وګټلې.
د جاپان د ژواک چاپېریال د نقاشۍ ۲۳مه نړیواله سیالي د "خلکو او طبیعت لپاره د خوښۍ وختونه" تر عنوان لاندې د ۸۳ هېوادونو د ماشومانو انځورګرانو په ګډون ترسره شوه. د پارس ټو ډی د راپور له مخې، له ۹۹۴۷ زیاتو اثارو چې دغې سیالۍ ته وړاندې شوی، اوه تنه ایرانی ماشومان وتوانیدل چې د جاپان د نقاشۍ له نړیوالې مسابقې د دغې دورې په نړیواله برخه کې جایزه او ډیپلوما ترلاسه کړی.
"زینا جلالي" دیارلس کلن، "رادین قره چاهی " ۱۱ کلن، "ایلیا شاهي" ۱۱ کلن، سونیا مهدي زاده ۱۸ کلنه، «سوین ابراهیم نژاد» ۱۰ کلن، محمد جواد حسن زاده ۱۱ کلن او ایلین قنبري" 13 کلنه، د دغو جایزو ګټونکي وو.
کلیدي ټکي: د جاپان نړیوال ژواک چاپیریال نقاشۍ سیالۍ، په ایران کې د ماشومانو وضعیت، ایراني هنرمندان، د ایراني ماشومانو لاسته راوړنې