کنعاني: د اسراییلو د رژیم په جوړولو کې د انګلستان رول نشي هیریدلی
پارس ټوډی ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، له صهیونیسټ رژیم سره د انګلستان ملاتړ ته په اشارې سره ویلي چې د سیمې او نړۍ ملتونه به هیر نکړی چې څنګه د انګلستان سیاستوالو د اسلامي نړۍ په زړه کې د توطیې د رژیم د رامینځته کولو هڅې پیل کړې .
د پارس ټودی د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ناصر کنعاني، د X ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې لیکلي: د تاریخي استبدادي چلند او د هغې د دوام هڅه، د فلسطین د مسئلې په ګډون په مهمو سیمه ایزو مسلو کې د ویشلو او بنسټیزو ننګونو او بحرانونو رامنځ ته کول په لویدیځه اسیا کې د برتانیې د استعماري سیاست یو مهم فصل دی.
کنعاني زیاته کړه: برطانیه د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ سره د غزې په تړانګه او لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په نسل وژنې، ډله ایزو وژنو او کړاوونو او بې ځایه کیدو کې شریکه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د برطانیې له استعمار سره د مبارزې د اتل شهید «رئیس علی دلواری» د یاد او نوم په یادولو سره لیکلي: د ایران ستر او تاریخ جوړونکی ملت د انګریزی استعمار په شمول د استعمار له تسلط سره د مبارزې او د خپلې سیاسی خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره بډایه او ویاړلی تاریخ لری.
د زمري میاشتې ۱۲مه د انګریزي استعمار پر وړاندې د مبارزې د اتل شهید "رئیس علي دلاوري" د یاد او نوم د یادولو کلیزه ده، چې د ایران اسلامي جمهوریت په ملي کلیزه کې د "انګریزي استعمار پر وړاندې د مبارزې ملي ورځ" نومول شوې ده.
رئیس علي دلواري (۱۸۸۲-۱۹۱۵) د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د ایران په جنوب کې په تنګستان او بوشهر کې د انګرېزانو د یرغلګرو او ښکېلاکګرو پر وړاندې د پاڅون مشر و.