په ایران کې د ۱۶ هېوادونود استازو په ګډون د ټینس نړیوالې سیالۍ
Sep 10, 2024 12:05 Asia/Kabul
پارس ټودی- د ایران د انقلاب په سپورټي کمپلکس کې د نړۍ د شپاړس هېوادونو د ټینس لوبغاړو ترمنځ سیالۍ پیل کیږي.
دغه سیالۍ چې نن به په تهران کې پیل شي، په کې به د شپاړس هېوادونو دوه دیرش لوبغاړي ګډون وکړي.
د پارس ټودی د معلوماتو له مخې، په دغه نړیوال سفر کې د روسیې، بیلاروس، استرالیا، بلجیم، هسپانیا، فرانسې، هند، ایټالیا، ترکیې، چک جمهوریت، افغانستان، هانګ کانګ، عراق، کویټ، سوریې او رومانیا هېوادونو لوبغاړي ګډون لري.