د ایران وسله وال ځواکونه، په نړۍ کې د ترهگرۍ ضد تر ټولو ځواکمن سازمان
(last modified Sat, 14 Sep 2024 11:44:24 GMT )
Sep 14, 2024 16:14 Asia/Kabul
  • د ایران وسله وال ځواکونه، په نړۍ کې د ترهگرۍ ضد تر ټولو ځواکمن سازمان

پارس ټوډې - د ایران د پوځ د همغږۍ مرستیال، د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه په نړۍ کې د تروریزم ضد تر ټولو لوی او پیاوړي سازمان په توګه معرفي کړل.

امیرالبحر حبیب الله سیاري د «سولې ناستې او نړیوال امنیت » تر عنوان لاندې چې له مساواتو، آزادۍ، ټول شمولیت او متقابلې زده کړې له نظریې څخه دفاع کوي، د بېجینګ د شیانګ شان په امنیتي سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړی دی.

د پارس ټوډې د رپوټ له مخې، امیرالبحر سیاري نن په دغه ناسته کې وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه نن په مځکه، په هوا، په سمندر، د سطحې لاندې او په فضا کې د نړۍ د ټولو خیرخواهانو لپاره د امنیت د کیفیت او کمیت د ښه کولو کوشش کوي.

د ایران د پوځ د همغږي کوونکي مرستیال د صهیونیسټي رژیم جنایاتو ته په اشارې سره څرګنده کړه:

د غزې کړکېچ او د صهیونیسټي له لورې رژيم نسل وژنه، د دغه رژیم له خوا د نړیوالو قوانینو د بنسټونو خلاف کړنې دي، چې په سوریه کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر قنسولګرۍ باندې په حملې او په تهران کې د شهید اسماعیل هنیه تر وژل کېدو پورې دوام لري، له صهيونیسټي رژيم سره د امريکا بې حده استخباراتي او پوځي ملاتړ او سيمې ته پوځي لښکر وړل او د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د دغه رژيم پرلپسې ګواښونه، په نړيوال نظام کې د ګډوډۍ د سخت حالت ښودنه کوي چې البته د امریکا له سقوط او د صهیونیسټي رژیم له زوال سره به مل وي.

امیرالبحر سیاري د دې په بیان سره چې  د نړیوال نظام ګډوډ جوړښت، د بهرنیو قدرتونو مداخلې او د لوېدیځې آسیا امنیتي ناکامۍ، د درې عاملونو په توګه د دې سبب شوی، چې ایران د نسبي امنیت د ټینګښت لپاره د اړتیا وړ دفاعي وړتیا ترلاسه کړي زیاته کړه: نن ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه په نړۍ کې د ترهګرۍ پر ضد د ترټولو ځواکمن او لوی سازمان ګڼل کېږي او په سیمه ایزه کچه له هرډول ګډوډۍ، بې نظمۍ او نړیوالو اصولو نه مراعاتولو پر وړاندې به جدي چلند وکړي او د تش په نامه نړیوال تسلط مشرانو د دې چلند مزه څو څو ځله څکلې ده.

د ایران د پوځ د هماهنګۍ مرستیال زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت ټولو ته بلنه ورکوي چې د سولې، مساوات او آزادۍ تر بیرغ لاندې، سره یوځای شي او د امنیت په بڼه د زده کړې لپاره ټول شموله فرصتونه رامنځته کړي.

کلیدي کلمې: امیرالبحر سیاري، د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ، په غزه کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه، په سوریه کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر قونسلګرۍ د صهیونیسټي رژیم برید.

ټیګونه