د اسرائیلو رژیم په پټه او ښکاره د داعش ډلې ملاتړ کړی دی/ ایران د ملګرتیاو لپاره چمتو دی
(last modified Wed, 25 Sep 2024 07:56:06 GMT )
Sep 25, 2024 12:26 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم په پټه او ښکاره د داعش ډلې ملاتړ کړی دی/ ایران د ملګرتیاو لپاره چمتو دی

پارس ټوډې سایټ راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان وویل: ایران تیار دی چې د ښې دنیا د جوړولو لپاره د نړۍ له قدرتونو او ګاونډیو هیوادونو سره اغیز شیندونکي راشه درشه ولري او برابر مقام ولري.

د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تیرې سه شنبې ورځ د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په نهه اویایمې غونډې کښې له اټومي موافقې د امریکا په وتلو باندې نیوکې سره زیاته کړه : ایران او د نړۍ قدرتونه په فرصته محوره تفکر سره اټومي تړون ته ورسیدل، تهران د ایران د حقوقو په رسمیت د پیژندلو او د بایکاټونو د ختمولو په مقابل کښې په اټومي حوزه کښې په تر ټولو لوړه سویه څارنې ومنلې خو له اټومي تړون څخه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ لخوا له اټومي موافقي  څخه د واشنګټن په یواړخیزه ډول ایستلو سره دغه چاره په اقتصادي ډګر کښې د قدرت محوره او په سیاسي ډګر کښې د ګواښ محوره لیدتوګي ښودنه کوله.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په همدې هکله دې ته په اشارې سره چې ایران د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په ګواهۍ سره په اټومي تړون کښې خپلو ټولو ژمنو ته پاې بنده دی ټینګار وکړ تهران د اټومي تړون له غړیو سره تعامل ته تیار دی او که چیرې په اټومي تړون کښې شوي ژمنې په کامل ډول او په ښه نیت سره اجرا شي نو  د نورو مسائیلو په هکله هم خبرې کولای شو.

د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دوام کښې د امریکا خلکو ته وویل : دا ایران نه دی چې د تاسو په سرحدونو کښې یې پوځي اده جوړه کړي دي ، دا ایران نه دی چې د تاسو په هیواد یې بایکاټ لګولی دی او له دنیا سره د تاسو د تجارتي اړیکو خنډ شوي.

دا ایران نه دی چې درملو ته د تاسو د لاسرسي خنډ کیږي.

دا ایران نه دی چې د نړۍ د پیسو او د بانک نظام ته د تاسو د لاسرسي خنډ شوی دی.

دا ایران نه دی چې د تاسو د پوځ مشران یې ټرور( وژلي) کړي دي بلکې دا امریکا ده چې د ایران تر ټولو عزیز پوځي قومندان قاسم سلیماني یې د عراق په بغداد هوايي ډګر کښې ټرور کړی دی.

د ایران ولسمشر پزشکیان په دې خبرې باندې ټینګار سره چې بایکاټونه مخربه او غیر انساني وسله ده چې د ایران د اقتصاد په ټپه درولو په هدف سره اعمالیږي زیاته کړه: ضروري درملو ته له لاسرسي محرومیت د بایکاټونو یوه تر ټول دردونکي پایله ده چې د زرګونو بې ګناه انسانانو ژوند په خطر کښې اچوي ، دا اقدام نه یوازې د بشري حقوقو ښکاره خلاف ورزۍ بلکې د بشریت پرضد جنایت دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې دغه راز په لویدیځه اسیا سیمه کښې د اسرائیلو جنایتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: د نړۍ خلکو په تیر یوه کال کښې د اسرائیلو رژیم ماهیت لیدلی دی او د دغه رژیم سرغنې او مشران په کوم ډول جنایتونه کوي او په تیرو یولس میاشتو کښې یې په غزې کښې څه د پاسه یوڅلویښت زره کسان په وینو کښې لیت پیت کړي دي  چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي خو اسرائیل او د هغه ملاتړي د نسل کشۍ، د ماشوم وژنې ، جنګي جنایتونو او د حکومتي ترهګرۍ خبره کوي .

مسعود پزشکیان په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په لویدیځه اسیا سیمه او دنیا کښې د اویا کلنې خپسکې د ختمولو یوازنۍ لاره د فلسطین د خلکو د برخلیک د ټاکلو د حق بیرته ورکول دي وویل نړیواله ټولنه باید سمدستي په غزې او لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم جنګونه او تاوتریخوالي بند کړي.

د ایران ولسمشر له ازادي غواړو او ولسي  غورځنګونو د ایران د ملاتړ په ترڅ کښې ډاګینه کړه دا اسرائیل دی چې په ایران ټاټوبي کښې یې زمونږ ساینس پوهان، ډیپلوماټان او میلمانه ټرور کړل او له داعش او نورو ترهګرو ډلو یې پټه او ښکاره ملاتړونه کړي دي.

هغه په دوام کښې په دې خبرې سره چې ایران د اوکراین او د روسیې په شمول د ټولو خلکو لپاره د سولې غوښتونکی دی ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت له جنګ سره د مخالفت کولو او په اوکراین کښې د پوځي جنګونو په چټک ډول د ختمیدا پرضرورت باندې ټینګار سره د هر ډول سوله ئیزې لارې ملاتړ کوي او باوري دی چې یوازې د خبرو اترو له لارې دغه کړکیچ ختمیږي.

 

ټیګونه