د ایران د فري سټایل دروند وزن لرونکي غېږ نیوونکي ته د نړۍ تر ټولو محبوب غیږنیوونکي لقب
Sep 26, 2024 12:33 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د ایران د فري سټایل غېږنیونې د دروند وزن اتل امیرحسین زارع، د نړۍ د ترټولو محبوب غیږنیوونکي لقب خپل کړ.
د غېږ نیونې د نړیوال فدراسیون د رسمي پاڼې د انسټاګرام له نظرپوښتنې وروسته، امیر حسین زارع د UWW په انسټاګرام کې د نړۍ تر ټولو محبوب غېږنیوونکی شو.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، زارع د روسیې د عبدالرشید سعدالهیف پر وړاندې په بریا سره، د نړۍ د تر ټولو محبوب غېږ نیوونکي لقب ترلاسه کړ.
د ایران د ۱۲۵ کیلو ګرامه وزن لرونکي ملي لوبغاړی امیرحسین زارع، په خپل سپورتي ریکارډ کې د المپیک د سپینو زرو او برونزو مډالونه او دوه نړیوالې اتلولۍ خپل کړي دي.
کلیدي کلمې: د ایران سپورټ، د ایران فري سټایل او فرنګي غېږ نیونه، د ایراني لوغاړو بریا