د انقلاب د معظم رهبر په شتون سره د شهید سید حسن نصرالله او د هغه د ملګرو د نمانځنې مراسم ترسره شول
(last modified Fri, 04 Oct 2024 10:18:03 GMT )
Oct 04, 2024 14:48 Asia/Kabul
  • د انقلاب د معظم رهبر په شتون سره د شهید سید حسن نصرالله او د هغه د ملګرو د نمانځنې مراسم ترسره شول

د رهبرۍ د مقام د دفتر د معلوماتو له مخې؛ د في سبیل الله مجاهد، د اسلامي امت ګران سید، د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر، شهید حجت الاسلام و المسلمین سید حسن نصرالله او د هغه د ملګرو په ګډون د سردار نیلفروشان د شهادت په تړاو د  یاد مراسم، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له لورې نن سهار د امام خمیني (ره) په مصلی کې ترسره شول.

دې مراسمو د جمعې لمانځه د خطبو تر پیل مخکې دوام درلود او بیا د جمعې لمونځ د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په امامت ترسره شو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د جمعې د لمانځه په خطبو کې وویل: د اسلام د دفاعي احکامو، د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون او د نړیوالو قوانینو په اساس، د صهیونیسټي وینه څښونکي رژیم په سزا کولو کې د ایران د وسله والو ځواکونو ځلانده کار، په بشپړه توګه قانوني او مشروع وو.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ: موږ باید له افغانستان څخه تر یمنه او له ایران څخه تر غزې او لبنان پورې، په ټولو اسلامي هېوادونو کې د دفاع، خپلواکۍ او عزت کمربند ټینګ وتړو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: دا حقیقت موږ ته رازده کوي چې غاصب رژیم ته د هر چا او هرې ډلې له خوا هر ډول ګوزار، ټولې سیمې او ټول انسانیت ته خدمت دی.

هغوی د غاصب رژیم د شتون د تضمینولو لپاره، د صهیونیسټانو او امریکایانو خوب، یو دروغجن او ناممکنه خیال وباله او وویل: دغه مصنوعي رژیم د یوې خبیثي ونې مثال لري چې یوازې د امریکا په ملاتړ یې ځان په پښتو درولی او دا درېدل به هم د خدای په فضل سره ډېر وخت پاتې نه شي.

ټیګونه