د انا په کور کې یو نابلل شوی میلمه؛ د برلین په نړیوال کردي فلم فسټیوال کې د ایران لنډ فلم
Oct 09, 2024 15:04 Asia/Kabul
پارس ټوډې - ایراني لنډ فلم " غریبه کوچک" د برلین په 14م نړیوال کردي فلم فیسټیوال کې شامل شو.
د برلین 14م نړیوال کردي فلم فسټیوال به د 2024 کال د اکتوبر له 9 څخه تر 15 پورې ترسره شي.
د پارس ټوډې د خبر له مخې، د شکیلا معزي لخوا جوړ شوی ایراني لنډ فلم " غریبه کوچک" په دې فسټیوال کې حضور لري.
" غریبه کوچک" د یوې کوچنۍ نجلۍ کیسه ده چې د نوي کال په درشل کې د خپلې انا کور ته ځي او هلته له یوه نابلل شوي میلمه سره مخامخ کېږي.
کلیدي کلمې: د " غریبه کوچک" ایراني لنډ فلم ، د برلین نړیوال کردي فلم فسټیوال، د ایران سینما، ایراني فلمونه.