له اهل بیت(ع) سره اړونده حق غواړي غورځنګونه ولې له مینځه نه ځي؟
(last modified Mon, 14 Oct 2024 08:55:59 GMT )
Oct 14, 2024 13:25 Asia/Kabul
  • له اهل بیت(ع) سره اړونده حق غواړي غورځنګونه ولې له مینځه نه ځي؟

پارس ټوډې -   د اسلامی علومو او کلتور ډڅيړنځاي  علمي پلاوي یو غړي د حضرت امام خامنه اي  او د ایران د ولس د مختلفو پرګنو په شتون سره د نصر جمعې لمانځه  ترسره کیدا ته په اشارې سره  او هغه هم په اسرائيلي رژيم د  ایران له توغندوي حملې وروسته او د وحشي رژیم له خوا په دوامدارو ګواښونو پسې  ووئيل؛ د نصر جمعې لمونځ یو  ډول ژوند کول او هستۍ او مرګ باندې باؤر نندارې ته وړاندې کړ.

د  اسلامی علومو او کلتور  څيړنځاي علمي هیّت  غړی او لیکچرر حجةالاسلام  حبیب الله بابائي د ؛نصر من الله او د مقاومت راتلونکي ؛نومې وبینار په ناستې کې  چې د  اسلامی کلتور او علومو د څيړنځاي د تمدني او اجتماعي مطالعاتو د پوهنځي او د سیاسی لیدتوګې او علومو څیړنځي په همت سره  ترسره شو ،  د مقاومت د شهیدانو د سردار  سید حسن نصر الله او د مقاومت د قوماندانانو د شهادت په مناسبت په تسلیّت وئيلو سره  ووئيل؛ اسلامی امت اوس  د سیمې په سویه د یوې لوئې غمیزې  له امله ویرجن دی، همداراز  مبارکي وایم  د اسلامی نړۍ د اوسنیو پرله پسې دهغو  پيښو په اړه، چې د سیمې او دنیاپه سویه د سلطې د نظام او د صهیونیسټي نظام د کمزوري کیدا په لړ کې رامینځة شوي دي.

پارس ټوډې راپور ورکوي، د اسلامی علومو او کلتور د څيړنځاي  دعلمی پلاوي غړي د یوه غورځنګ د رامینځةکیدا لپاره عملی الهیاتو او ښو بحثونو ته په اشارې سره ووئيل؛ هغه څه چې له اسلامه وروسته او د اسلام په تاریخ کې  په لویو شهیدانو پسې،پیښ شوي دي،عملا مونږ له یوډول د ژوند الهیاتو او د مرګ له الهیاتو سره  مخ یو و چې داسې ښکاري  د ژوند او مرګ د غه ډول الهیات  د مونږ په ذهنونو کې  او  همداشان د مونږ په زړونو کې  محدود نه دي پاتې،بلکې په اجتماعي  دوران کې ئې اغیزې شیندلي دي.

  حجةالاسلام بابائي  په دې خبرې په ټينګار سره چې  دشهادت هیله، داسې بهیرونه راپنځوي چې اساسا  نه مړکیدونکي دي، ووئيل؛

دا د بدلانۀ پیچومی دی چې نن سبا  اسلامی او لویدیځي تمدن دیوه بل  په مقابل کې  دریږي. هغه څه چې  له لویدیځي دنیا سره په ډغرې کې ورسره مخ یوو، یوازې  دوه تمدنونه نه دي ، پلکې د یوډول د ژوند  فلسفه ده.

هغه د حضرت امام خامنه اي  او د ایران  د لکونو خلکو په شتون سره  د نصر حجمعې لمانځه ترسره کیدا ته په اشارې سره هغه هم  په اسرائيلي رژيم  باندې د ایران له  توغندوي حملې او  ددغه جنایتکار رژيم  له خوا له پرله پسې ګواښونو  وروسته،ووئيل؛ په نصر جمعې لمانځه کې  یوازینی مسئله  د اسلامی انقلاب او د اسلامي جمهوری نظام د کرارې فضا  وړاندې کول نه ؤؤ،بلکې  دلته  اساسا د ژوند او په مرګ باندې د  باؤر ډول  او انداز نندارې ته وړاندې شو.تاسو  دا موضوع له هغه څه سره چې په نیواکي ټاټوبو او تل ابیب  کې  په پټنځایونو کې  رامینځةکیږي، پرتله کړئ . له دې وروسته چې  د اسلامي مقاومت په چورلیز  کې ئې  مشاهده کوو، یوه الهي او معنوي ژورتیا لري چې  عملا  د مونږ لپاره د ژوند کولو او مرګ ډولوالی  مشخص کوي او همدا ده چې د مونږ لپاره  کامیابی او ناکامي رامعرفي کوي.

هغه دغه راز روښانه کړه؛

په میدان کې د مقاومت موضوع په میدان کې د ایمان په معنا ده .تاسو  دمقاومت په زړه کې په واقع کیدا  او د مقاومت د فضا په حس کولو سره ، دصالح عمل او ایمان یو نوی آفاقي تفسیر ترلاسه  کوئ.په میدان کې د  ایمان بحث، دمونږ لپاره  دامید موضوع رامینځةکوي، مونږ  په دغو یوې مرحلې کې هم  له ناامیدئ سره مخ نه کیږو،کله هم نزدې ناکامۍ،د مینځنیو او لالیرې  ا میدونو لپاره  نوي آفاق  برابروي.

 هغه په دوام کې ووئيل،د مقاومت نړیوال کیدا،اساسا د مقاومت جبهه  د   له یو څو هیوادونو  هېوادونو  وباسي او د اسلامي هېوادونوبلکې د امریکا او اروپائي هیوادونو  په زړه کې یې ځای پر ځای کوي، داسې چې همدااوس ئې له هماغو  ځایونو هم  مقاومت ملاتړ  او  چغې ئې آورو. د مقاومت پر بهیر سربیره، د مقاومت رهبران هم نړیوال کیږي ،لکه څنګه چې  دمقاومت د چورلیز او د دنیاپه ګوټ ګوټ کې ئې  رهبران شهیدان کیږي، نو د مقاومت په درستې دنیا کې ئې  خلا احساسیږي ، نو ځکه  د سید حسن نصر الله په څير د لویانو لپاره په ایران ،یمن ،پاکستان،عراق   او فلسطین کې عزاداري او ویر کیږي او  په نورو ځایونو کې وینو چې  په داسې ځایونو کې هم رهبري وینو چې د رهبرۍ خلا یوه برخه ډکه کړي، اوس ممکنه ده دغه  رهبري په ایران کې وي  یا په یمن اوعراق کې . په بله معنا، د مقاومتي رهبرانود حوزې نړیوال کیدا  عملا د مقاومت رهبري  له یوه خاص هیواد او جغرافیائي حالته وباسلې ده او په یوې نړیوالې ښکارندې ئې بدله کړې ده،  په مقاومت کې د رهبرۍ په حوزې کې د څه خاص تشې اوخلا  امکان نه لرو.

 

ټیګونه