د یوکرین په مسئله کې پر ایران د لویدیځ تورونه د اسراییلو له جنایتونو څخه د خلکو د پام اړولو په موخه دي
پارس ټوډی- بقائي په ایران باندې د اروپایی اتحادیې او انګلستان تورونه له دروغو ډک وبلل او د نن ورځې له ترټولو مهمې موضوع څخه چې د فلسطین د خلکو نسل وژنه او د لویدیځې اسیا په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم جنګ جوړونه ده، د عامه افکارو د غړولو یوه هڅه وبلله.
پارس ټوډی- بقائي په ایران باندې د اروپایی اتحادیې او انګلستان تورونه له دروغو ډک وبلل او د نن ورځې له ترټولو مهمې موضوع څخه چې د فلسطین د خلکو نسل وژنه او د لویدیځې اسیا په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم جنګ جوړونه ده، د عامه افکارو د غړولو یوه هڅه وبلله.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی اسماعیل بقایي د ناسمو او بې اساسه پلمو له مخې د ایران د یوشمیر طبیعی او حقوقی ادارو خلاف د اروپایی اتحادیې او انګلستان لخوا د نویو بندیزونو لګول یو غیر عادلانه او د نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه د بشري حقونو د معیارونو اپوټه اقدام وباله او په کلکه یې وغندل.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویب پاڼې په حواله د پارس ټوډی د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په روسیې باندې د ایران له خوا د بالسټیک توغندیو د خرڅلاو په اړه د ادعاوو په ردولو سره، څرګنده کړه: د یوکرین د شخړې په اړه د ایران د اسلامی جمهوریت دریځ واضح او اصولی دی او د ټولو هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیت په درناوي یې ټینګار کړی او د روسیې او اوکراین ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره یې د ډیپلوماټیک حل غوښتنه کړې ده. خو له دې سره سره له بده مرغه برطانیې او يو شمېر اروپايي هېوادونو له اسنادو وړاندې کولو پرته په دې جګړه کې د ايران د پوځي مداخلې ادعا کړې، چې بیخي مردوده ده.
هغه په ایران باندې د اروپایی اتحادیې او انګلستان تورونه له دروغو ډک وبلل او د نن ورځې له ترټولو مهمې موضوع څخه چې د فلسطین د خلکو نسل وژنه او د لویدیځې اسیا په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم جنګ جوړونه ده، د عامه افکارو د غړولو یوه هڅه وبلله او په غزې کښې او لبنان کښې د نسل وژنې او تیري لپاره د صهیونیسټي رژيم د استعمال وړ وسلو په تامین کښې یې د انګلستان او جرمني په شمول د ځینو اروپايي هیوادونو رول ته په اشارې سره، دغه هیوادونه د فلسطین او لبنان د خلکو خلاف کیدونکو جنایتونو کښې شریک معرفي کړل او د نسل وژنې د منعې د کنونشن له مخې یې د هیوادونو د قانوني فرایضو په یادونې سره، د اسرائیلو رژیم ته د وسلو د برابرونکو هیوادونو اقدام یې د هغوي د نړیوال مسئولیت له مخې د نړیوالو حقوقو خلاف ورزي وبلله.
بقایي په ایران باندې د اروپایی اتحادیې او انګلستان تورونه دروغجن او د نن ورځې ترټولو مهمه موضوع وبلله چې د فلسطین د خلکو نسل وژنه او د لویدیځې اسیا په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم له جنګ جوړونې د عامه افکارو د لیرې او غړولو یوه هڅه وبلله.