د امریکې د بندیزونو او زیاته غوښتنې په وړاندې په اودریدنې باندې د ایران او روسیې د ولسمشرانو ټینګار
د ایران او روسیې ولسمشرانو د امریکې له بندیزونو او هرڅه غوښتنې سره د مقابلې په موخه د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په پراخیدو ټینګار وکړ.
مسعود پزشکیان له ولادیمیر پوتین سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو اړیکه، یوه سټراټیجکه او ضروري اړیکه وبلله چې د دواړو لورو لپاره ګټه وره ده.
ولسمشر پزشکیان په دغه ملاقات کښې چې د روسیې په کازان کښې د بریکس د سرمشریزې ترڅنګ وشه، وویل: تهران او ماسکو د بریکس په چوکاټ کښې یو رغنده تعامل لرلی شي.
د ایران ولسمشر هیله وښودله چې د بریکس ډلې هیوادونه د یو بل په ملګرتیا سره د امریکې بندیزونه او د هغې د زیاته غوښتنې بهیر ګډوډ کولی شي.
په دغه ملاقات کښې د روسیې ولسمشر هم حضرت امام خامنه اي ته د خپل احترام په څرګندولو او د دوي د دریځونو په «رغنده» بللو سره، په سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو کښې د ایران او روسیې سیاستونه نزدې او کله کله یوشان وبلل.
پوتین ټینګار وکړ: د عادلانه او څوقطبي عادلانه نظام د جوړولو او د ملګرو ملتو د مهم رول د ساتلو په تکل کښې یو.