غریب آبادي: اروپا دې د تېري کوونکو تر څنګ و نه دریږي
پارس ټوډې- د ایران د خارجه چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال اروپايي حکومتونو ته په خبرداري ورکولو سره ټینګار وکړ: هر هغه هېواد چې خپله اډه یا خاوره د تېري کوونکي په واک کې ورکړي، د تېري کوونکي شریک به وګڼل شي.
د پارس ټوډې د خبر له مخې، د ایران د خارجه چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي په مجازي فضا کې ولیکل: له ۲۵ اروپايي سفیرانو او کاردارانو سره په ناسته کې، ما د ایران اسلامي جمهوریت دریځونه د اوسنیو مسایلو او د امریکا د جنایتکارانه کړنو په تړاو تشریح کړل او څرګنده مې کړه چې موږ په ۴۰ ورځنۍ جګړه کې پر تېري کوونکو سخته ماته وتپله .
نوموړي زیاته کړه: د پوځي تېري په نوې دوره کې هم له خپلې خاورې او ملي ګټو څخه قاطعانه دفاع کوو. دغو جګړو د امریکا لپاره هېڅ ستراتیژیکه لاسته راوړنه نه ده رامنځته کړې او یوازې سیمهایز او نړیواله سوله او امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي.
غریب آبادي ټینګار وکړ: اړینه ده چې اروپايي حکومتونه دې ته پام وکړي چې تېري کوونکي ته د اډې او خاورې ورکول به دوی د تېري کوونکو په کتار کې شامل کړي.