د بحرینی دینی عالم د تابعیت سلبول د نړیوالو قوانینو خلاف چاره ده
(last modified Sun, 31 Jul 2016 10:34:12 GMT )
Jul 31, 2016 15:04 Asia/Kabul
  • د بحرینی دینی عالم د تابعیت سلبول د نړیوالو قوانینو خلاف چاره ده

د ایران د ملی امنیت د کمېشن او د اسلامی شورا د جرګې د بهرنی سیاست مشر د بحرېن د شیعه مسلمانانو د نامتو دینی عالم د تابعیت سلبول د نړیوالو قوانینو خلاف ورزی وبلله.

علاء الدین بروجردی نن زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې د بحرېن د شیعه ؤ د نامتو دینی عالم شېخ عیسی قاسم د تابعیت په سلبولو باندې یو ځل بیا په نیوکې سره وویل، د شېخ عیسی قاسم تابعیت سلب کېدونکے نه دے او د بحرېن ولس تر اوسه له هغۀ څخه عزتمندانه ملاتړ کړے دے.

هغۀ تاکید وکړ چې د شېخ عیسی قاسم د تابعیت په سلبولو کښې د بحرېن د حکومت اقدام بچګانه اقدام او د هغه خودساخته بحران چې د دغه هېواد حکومت ورسره له څو کلونو راهسې مخامخ دے د کنټرولولو لپاره یو ناکامه کوشش دے.

----------

ټیګونه