انتخابات، د ایران د خلکو یوه بله تاریخی حماسه
(last modified Fri, 19 May 2017 11:55:28 GMT )
May 19, 2017 16:25 Asia/Kabul
  • انتخابات، د ایران د خلکو یوه بله تاریخی حماسه

د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو دولسم پړاو، د کلیو او ښارونو د اسلامی شوراګانو د ټاکنو پنځم پړاو او د اسلامی شورا (پارلیمان) د لسم پړاو وړومبنی مینځ پړاوه انتخابات نن د سهار له اتو بجو څخه په ټول ایران کښې د رایه اخیستنې په ۶۳ زره او ۵۰۰ مرکزونو کښې پیل شول.

هممهاله له هیواده بهر استوګن ایرانیان هم په مختلفو هیوادونو کښې د رایه ورکونې مرکزونو ته لاړل. د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشریزې ټاکنې د نړۍ د ۱۰۲ هیوادونو د رایې اخستنې په ۳۱۰ څانګو کښې ترسره شول.

۵۶ میلیونه ۴ لکه ۱۰ زره او ۲۳۴ تنه ایرانیان د راې ورکونې په شرایطو پوره دی  چې نن  په ټول ایران کښې د راې ورکونې مرکزونو ته په ورتګ سره خپلې راې صندقونو ته اچوی. د ایران د خلکو مختلفې پرګنې د انتخاباتو د پیلیدو په وړومبنیو ساعتونو کښې د راې ورکونې په مرکزونو کښې پراخ او تاریخی شتون لری او دا حماسی شتون د اسلامی انقلاب په ویاړمن تاریخ کښې د یوې بلې پاڼې د ثبتیدو د برابرتیا ښودنه کوی. په ټول ایران کښې د راې اخیستنې له مرکزونو څخه رارسیدلی خبرونه، خپل او د خپل هیواد برخلیک ته د خلکو د اهمیت ورکونې ښودونه کوی چې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د انتخاباتو په ۳۵ پړاو کښې لیدل کیږی.

نن د ایران اسلامی جمهوریت یوځل بیا په حقیقی توګه سیاسی مشارکت او ګډون نړۍ ته وړاندې کوی. د ایران په سیاست کښې د خلکو ونډه د اسلامی انقلاب له معظم رهبر وروسته په ایران کښې د دویم لوړرتبه چارواکی یعنې د ولسمشر په غوره کولو کښې د نیغ په نیغه رول په معنا ده.

دا سیاسی ونډه او ګډون سربیره پر دې چې د انقلاب په څلویښت کلنۍ کښې د ایران له اسلامی جمهوری نظام سره د خلکو د ملګرتیا ښودونکی دی، د ایران د ملی امنیت او قدرت د زیاتید سبب هم ګرځی. په ایران کښې دینی ولسواکی د خلکو لپاره د مهم رول قائله ده او په بله وینا، په دې سیاسی ماډل کښې خلک، د انتخاباتو په ورځ پوره پوره واک او اختیار لری او د یو څلور کلن پړاو لپاره اصلح او غوره کس ټاکی او د هیواد اجرایی چارې ورته سپاری. په ایران کښې ولسمشریزې ټولټاکنې په حقیقی توګه د خلکو د ارادې بیانونکې دی او هر هغه څه چې د راې ورکونې په مرکزونو کښې ترسره شی، نوی ولسمشر ټاکی. د همدې اهمیت له مخې د ایران د مختلفو قومونو او پرګنو خلک له امنیت سره مل په یو سالم او تاند چاپیریال کښې له نن سهار څخه د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو د دولسم پړاو په ډګر کښې موجود دی.

د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په وینا، له امنیت سره مل د پراخو، زوږناکو او سالمو انتخاباتو ترسره کیدل د ایران د اسلامی انقلاب او جمهوری نظام لپاره یوه داسې زیرمه ده چې د هیواد د ډیر خوندیتوب سبب به شی.

په ایران کښې د ارامښت او امنیت په سیوری کښې د پراخو انتخاباتو ترسره کیدل د دښمنانو پلانونه او اټکلونه خرابوی او د ایران د اسلامی جمهوریت ملی امنیت او موقعیت به هم په سیمه ایز او هم نړیوال ډګر کښې لوړ او پیاوړی کړی.

 

ټیګونه