د ایران معظم رهبر وایی، د انتخاباتو بریالی د ایران خلک او اسلامی جمهوری نظام دی
حضرت آیت الله خامنه ای نن په یوه پیغام کښې د نولسمې مئی د انتخاباتو په اړه ټینګار وکړ: د انتخاباتو بریالی د ایران خلک او اسلامی جمهوری نظام دی چې د دښمنانو له هڅې او دسیسې سره سره، توانیدلئ، د دغه ستر ملت مخ پر زیاتیدا اعتماد جلب کړی او په هر پړاؤ کښې نوی ځلا نندارې ته وړاندې کړی.
د رهبرۍ د ستر مقام د اطلاع رسونې د دفتر له راپور سره سم، د اسلامی انقلاب معظم مشر په دغه پیغام کښې زیاته کړه: په انتخاباتو کښې د هرې پرګنې خلکو پراخ او پرتمین ګډون او په هر ځائ کښې د رایو صندوقونو ته د رسیدا لپاره د اوږدو لیکو جوړیدل، د اسلامی ولسواکۍ د بنیادونو د پیاوړتیا او د عمومی پیوستون نښه وه او ایران او ایرانیان یې د عمل د ډګر په آزموینې کښې سر لوړی کړل او څیره یې وځلوله.
د مشرتابه ستر مقام په دې خبرې سره چې اسلامی ایران یو ځل بیا بد غواړی، کینه کښ او حاسدان په شا کښینول، روښانه کړه: خلک له انتخاباتو وروسته د عمومی اتحاد او اتفاق فکر وکړی چې بې له شکه د ملی اقتدار او پیاوړتیا یو مهم لامل دی او ټول هڅه وکړی څو د سترو موخو په لور د هیواد د پرمختګ په دنده کښې خپله ونډه وپیژنی او تعقیب یې کړی.
حضرت آیت الله خامنه ای همداراز ولسمشر او هغو درستو کسانو ته چې په راتلونکی دولت کښې به ګډون وکړی، سپارښتنه او ټینګار وکړ: د هیواد د ستونزو د ختمولو لپاره انګیزه لورونکی او ځوانمردانه کار او هڅه خپله کړی او یوه شیبه په دغه نیغه لاره کښې غفلت ونکړی او د کمزورو پرګنو خیال ساتل، بې وزله سیمو او کلیو ته پاملرنه، له فساد او ټولنیزو تاوانونو سره د چلند د لومړیتوبونو په نظر کښې نیول، د خپلو پروګرامونو په سر کښې وګرځوی.
هغوئ په خپل دغه پیغام کښې په دغو انتخاباتو کښې هر برخه وال، معظمو مراجعو او وتلیو عالمانو، پوهنتونی، سیاسی، کلتوری او هنری شخصیتونو، د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو، پر انتخاباتو د څارونکیو او اجرا کونکو د درستو چارواکو، د انتخاباتو د امنیت ساتونکو او همدغه راز د ملی رسنیو مننه وکړه.